افغانستان

د علماو ټولنه: بهرني ځواکونه دې بې قید او شرطه له افغانستان څخه ووځي / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): په هرات کې د افغاني علماو یوې ټولنې د امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د افغانستان څخه بې قیده او شرطه ووځي.

د جامعه روحانیت افغانستان په نامه د دینې مدرسو علماو ټولنې تر دوه ورځنیو مشورو او غونډو وروسته یو پریکړه لیک نشر کړی چې په کښي يې د بین الافغاني تفاهم او سولې غوښتنه هم کړې او حکومت ته یې ګواښ کړی چې د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به راتلونکي ټاکنو په اړه هم تصمیم ونیسي.

دوی پر مدارسو او ملکي اهدافو د امریکایانو او دولتي الوتکو بمبارۍ هم غندلي دي او دا یې د اسلام او بشریت ضد جنایت بللی دی چې باید ترسره کوونکي يې د شریعت په رڼا کې سزا وویني.

په پریکړه لیک کې د افغانستان د روانې شخړې، نا امنۍ او ستونزو اصلي لامل د بهرنیانو شتون بلل شوی دی چې باید له افغانستانه بی قیده او شرطه ووځي.

د افغاني علماو دغې ټولنې د هیواد د بیلا بیلو برخو څخه دیني عالمانو ته وروسته تر هغه د یادې غونډې بلنه ورکړه چې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د هاشمیه د مدرسې د بمبار په اړه ددوی خپرې شوې اعلامیې ته دولتي چارواکو مثبت جواب ورنه کړ. دغه اعلامیه نن ټکی اسیا ته هم رسیدلې وه چې پر لاندي ادرس خپره شوې وه:

پر مدرسې د بمبار په اړه د افغانستان د مجمع المدارس العربیة پریکړه لیک

د علماو د ناستو یو څو انځورونه په لاندي ډول دي:

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رازمحمد

ازينه ده انتخاباتودي په بي وزلويتيمانو تقسيم كري انتخاب ددوي دامريكا په لاسكدي خلگه دي نه غوله وي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close