افغانستان

ډاکتر عبدالله وايي امرخیل دې له دندې ګوښه شي او نورستانی پر امرخیل لګېدلي تورونه بابیزه ګڼي

د ټاکنو د خپلواک کمېسون رئیس یوسف نورستانی وايي په ضیاء الحق امرخیل لګېدلي تورونه بېځایه دي.

دی زیاتوي چې د امرخیل د دندې څخه د لرې کولو لپاره کافي اسناد نه لري.

ښاغلي نورستاني نن دوشنبه کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې رسنیو ته وویل: « امرخیل ته امر شوی و، چې سروبي ولسوالۍ ته د انتخاباتو مواد ورسوي، هلته مواد ختم شوي و».

دی وايي چې یو بې طرفه هیئت دې په دې اړه نور هم تحقیق وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسون د دارالانشاء رئیس ضیاء الحق امرخیل وړمه ورځ د کابل امنیه قومندان او پولیسو هغه مهال ونیولو چې د رایو صندقونه او پاڼې يې پر کوم لور وړلې.

امرخیل په دې اړه رسنیو ته ویل چې ده انتخاباتي مواد هغه مرکزونو ته رسول چیرې چې د رایو پاڼې ختمې او صندقونه ډک شوي وو.

خو د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر د امرخیل دغه ادعاوې ردوي او وايي چې نوموړی د یوه ځانګړي کاندید په پلوۍ کار کوي، امرخیل باید د دغو مواد تر وړلو مخکې پولیس په جریان کې اچولي وو.

ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بېګا شپه د ټاکنو د کمېسونه څخه په کلکه وغوښتل چې د ضیاء الحق دنده دې «تعلیق» کړي. ده په امرخیل تور ولګاوه چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړي، نور په ده اعتماد نشي کېدلای.

یوسف نورستاني د عبدالله عبدالله تورونه په کلکه رد کړي او ویلي يې دي چې نوموړی په دې اړه اسناد نه لري چې د ټاکنو کمېسون ته یې وسپاري.

۷ میلیونه رايې

د ټاکنو د کمیسون تر اعلان وروسته چې ګوندې په ټاکنو کې ۷ میلیونه کسانو رایې اچولي ګڼ شکونه راپورته کړي. یوسف نورستاني تر رایې اچونې وروسته اعلان وکړ چې تر ۷ میلیونو زیاتو کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې، نوموړی نن هم په خپله خبره کلک ولاړ و.

خو ډاکتر عبدالله عبدالله بیا دا نه مني، نوموړی وايي چې په ټاکنو کې ۷ میلیونه کسانو برخه نه ده اخیستی، نوموړی وايي تر لومړي وار دې ځل ته د خلکو ګډون خورا کم و.

عبدالله وايي د ټاکنو کمېسون دغه ۷ ملیونه رایې ددې لپاره یادې کړي چې په میلیونو رايې د ډاکتر اشرف غني احمدزي لپاره اچول شوي. دی وايي په ټاکنو کې په پراخه پیمانه تقلب شوی.

عبدالله زیاته کړې چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې خلکو برخه اخیستې وه، خو دې ځل ته تر لومړي وار د خلکو ګډون بیخي کم و، د رایو اچونې شمېر تر واقعي شمېر څخه څو چنده زیات اعلان شوی او دا د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم ته د منلو وړ نه دی.

ټاکنې او نوماندانو د ملاتړو له لورې وژنې

د عبدالله ټیم په ننګرهار، لغمان، هرات او نورو ولایتونو کې ولسي وګړي چې ډاکتر اشرف غني احمدزي ته یې رایه ورکوله وژل شوي.

په ننګرهار کې د ټاکنو په ورځ د انجینر غفار د ساتونکو لخوا څو تنه په ډزو وویشتل شو چې ددوی له منځه یو ماشوم او یو ځوان هلک ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې هم ځايي خلک وايي چې د ډاکتر عبدالله پلویانو ۵ تنه په دې تور وژلي چې ډاکتر اشرف غني ته یې رایه ورکړي.

بدخشان کې یو معلم په دې تور وژل شوی چې رایه یې ډاکتر اشرف غني ته ورکړې.

د اشرف غني احمدزي ملاتړي بیا په تقلب او درغلۍ تورن دي.

په هرات کې هم چارواکي وايي چې نامالومو کسانو  د ځينو رایو ورکونکو ګوتې پرې کړي، ځينې په دې باور دي چې دغه کار د عبدالله ملاتړو کړی او پړه یې پر طالبانو اچولې. طالبانو نن د یوې اعلاميې په ترڅ کې دغه عمل په کلکو ټکو غندلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x