نړۍ

پوځي عملیاتو تر یو لک زیات وزیرستانيان هجرت ته اړ کړل

 نن ټکی آسیا: د ضرب غضب په نامه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیاتو تر یو لکو زیات خلک دې ته اړ کړي چې د خپلو  سيمو څخه هجرت وکړي.

 دوه ورځي کیږي چې د شمالي وزیرستان په پوځي عملیاتو کې چټکوالی راغلی او ورسره  د ملکي خلکو مرګ ژوبله او ستونزو کې زیاتوالی راغلی دی. د پاکستان د دولتي چارواکو په وینا ۶۱زره او 242 کسه بې کوره شوي، خو په عین حال کې غیر دولتي سرچینې دغه شمېر تر یو لکو زیات ښيي.

د شمالي وزیرستان د مهاجرینو لپاره په بنو کې یوکیمپ جوړ شوی، چیرې چې یو شمیر خیمې هم درول شوي خو لا تراوسه په سخته ګرمۍ کې د اوبو انتظام نه دی شوی.

ددغې سیمې څخه ځينې کسانو رسنیو ته راپورونه ورکړي چې تر دې مهاله یوه کورنۍ هم هلته نه ده ورغلې، ځکه د ژوند شرایط په کې معدوم دي.

بل خوا د شمالي وزیرستان مهاجرینو نن ورځ په بنو کې د پریس کلب مخته مظاهره هم وکړه او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې د شمالي وزیرستان د مهاجرینو لپاره په عاجله توګه د مرستو انتظام وکړي، په شمالي وزیرستان کې دې  عمومي بندیز (کرفیو) ختمه کړي، او پوځي عملیات دې په ټپه ودروي.

دوی غوښتنه وکړه چې هلته پاتې ولسي وګړو سره دې مرستې وکړل شي،  څو د جګړې د ساحې څخه لرې د امن سیمو ته انتقال شي.

د یادونې وړ ده چې د وزیرستان څخه په زرګونو کورنۍ د افغانستان خوست ولایت ته مهاجرې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x