نړۍ

امريکايي ډګروال: البغدادي پر امريکا د بريد ګواښ کړی و

 

نن ټکی اسيا: د عراق او شام اسلامي دولت مشر ابو بکر البغدادي له امريکايي زندانه د خلاصون پر مهال امريکايي چارواکو ته ويلي و، چې بل وار به موږ تاسې نيويارک کې سره ګورو.

يو امريکايي ډګروال ډيلي بيسټ ورځپاڼې په يوه مرکه دغه څرګندونې کړي دي.

ډګروال کنت کنګ ډيلي بيسټ سره په خپلو خبرو ويلي، چې ابوبکر البغدادي د خلاصون پر مهال دوی ته و ويل، چې زه به تاسې بيا په نيويارک کې و وينم.

 

ډګروال کنګ وايي، چې هغه مهال دوی د البغدادي ګواښ عادي ګڼلی و او هيڅ توجه يې ورته نه وه کړې.

ډګروال وايي، چې ده دا فکر نه و کړی، چې البغدادي به دومره ژر د دولة العراق والشام مشر او دومره ډېره ځمکه به په لنډه موده کې ونيسي.

نوموړی ډګروال وايي، چې د البغدادي د بند پر مهال نوموړی يو خطرناک بندي و، خو دومره خطرناک هم نه بريښيده، چې دی دې د دولة العراق والشام مشر شي او په لنډه موده کې دې د سوريې، عراق او سيمې هيوادونو لپاره خطر شي.

ډګروال کنګ وايي، چې دی په دې ډېر خوابدی دی البغدادي په څېر خطرناک بندي ولې خوشې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x