fbpx

د خلکو د ناوړه چلند په وړاندې باید څرنګه رویه وکړو؟

مولوي مراد احمد

موږ په خپل ژوندانه کې د ډېرو داسې پېښو شاهدان یو،  چې ډېر خواږه دوستان به ول، خو د دوی تر مابین به ډېره وړه پېښه د دې لامل وګر ځېده چې هغه خوږه دوستي به یې پای ته ورسېده، یو د بل په خلاف به یې له منفي ذهنیت څخه کار اخیست، وجه یې داوه چې یو بل به یې د معمولي تکلیف له امله په سختي سره ملامتول.

د اسلام ستر لار ښود محمد صلی الله علیه وسلم، موږ ته د هرڅه لارښوونه کړېده، نو که د رسول الله صلی الله علیه وسلم، په ښودل شوې لار مزل وکړو، د ژوند ټولې ستونزي به موحل شي. ستر لار ښود صلي الله علیه وسلم، موږ ته دیو چا د ملامتیا لار ښوونه هم کړې ده. کله چې د  مکې له فتحې  وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم، مسلمانان د حنین غزا ته چمتو کړل، د حنین په غزا کې د دښمن د کمین له کبله،  لومړی مسلمانانو شکست وخوړ، د جګړې له میدانه و تښتېدل، له دولس زره لښکر څخه صرف، اتیا، یا سل کسان پاته شول. رسول الله صلی الله علیه وسلم، حضرت عباس رضي الله ته وویل چې خلک بېرته راوغواړه، خو عباس رضی الله عنه، په خلکو پسې ډېرې چغې ووهلې، تر څو اکثره مسلمانان بیرته راوګرځیدل.

لنډه دا چې کله مسلمانانو وروسته دغه جګړه وګټله، نو له جګړې څخه تښتېدلي کسان تر ټولو، لومړی راغلل اوله رسول الله صلي الله علیه وسلم، څخه یې په غنیمت کې حصه غوښتله، رسول الله صلي الله علیه وسلم، دانه ورته وویل : چې د جنګ له میدانه هم تښتېدلي یاست، او غنیمت هم تر ټولو مخکي غواړئ، خو نبي صلي الله علیه وسلم،  یې دا تېښته په پام کې ونه نیوله او په غنیمت کې ښه درنه برخه ورکړه.

د غنیمت تر لاسه کولو لپاره خلک له رسول الله صلي الله علیه وسلم، څخه را تاؤ وو، علیه السلام یې ډېر تنګ کړی. رسول الله صلي الله علیه وسلم، له دې ازدحام څخه د وتلو هڅه وکړه. څادر یې په ونه کې بند شو، مبارک ولی ( اوږه) یې ښکاره شو، نو نبي صلی الله علیه وسلم، د غوصې په ځای ښه په ډاډ سره خلکو ته وویل: چې زماڅادر راکړئ،  په هغه ذات مې دې قسم وي، چې زما روح د هغه په لاس کې دی. که له ماسره دتهامې د ونو په اندازه اوښان وای، نو هم به مو په تاسو باندې وېشلي وای، تاسو به په ما کې بخل پیدا نه کړئ.

په مختصره کیسه کې لوی درس پروت دی، هغه دا چې د خلکو د نامناسب چلند په وړاندې باید مسلمان نرمه رویه وکړي، له قهر، بدرد ویلو او مخالفت څخه باید کار وانخلي بلکې له حلم، صبر او درګذر څخه استفاده وکړي. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې همیشه د خلکو په وړاندې له همداسې حسنه او نرمو اخلاقو څخه کار اخیست. نو پکار ده چې موږ په هروخت په هره ستونزه کې، د ستر لار ښود صلي الله علیه وسلم سېرت مخي ته کېږدو ترڅو د هوسا ژوند څښتنان شو. و من الله التوفیق

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د