افغانستان

وحید مژده: د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې دی

د سیاسي چارو افغان کارپوه او د بهرنیو اډو د مخالفت جبهې ویاند ښاغلی وحید مژده وايي، چې دواړه نوماندان خپله اراده نه لري، ډاکتر عبدالله د دې لپاره راوستلای شو، څو ټاکنو ته مشروعیت ورکړي.

ښاغلی مژده د تهران راډیو پښتو څانګې سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې چېرته چې خلکو ته تر ملته خپل قوم مهم دی، قوم پرستۍ ته په کې د ځینو کړیو له خوا لمن وهل کیږي، دلته د هغې دیموکراسۍ پلي کول چې د خلکو په رایه ولاړه وي، کار نه ورکوي.

مژده زیاتوي چې د بهرنیو په شتون کې اصلا انتخابات هیڅ مانا نه لري، دی وايي: «زموږ جبهه له اوله بې طرفه پاتې شوه، ځکه د اشغال په حالت کې اصلا انتخابات بیخي مانا نه لري. په یوه هېواد کې چې د نورو هېوادونو عسکر پراته وي، په داسې هېواد کې د خلکو په رایو د یو مشر ټاکل امکان نه لري.»

مژده د ډاکتر عبدالله د څرګندونو په اړه وايي، سره له دې چې دواړه نوماندان د ټاکنو د پایلو تر اعلان دمخه باید چوپ پاتې شي، ډاکتر عبدالله د ټاکنو کمېسیون په دې تورن کړ چې دوی درغلۍ کړي. د ډاکتر عبدالله دې وینا د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی. د ده وروستۍ څرګندونې چې په ډيره توندۍ يې کړي، د ده د نهیلۍ نښې دي، دی پوهیږي چې ټاکنې په سمه توګه نه دي ترسره شوي.

د مژده له قوله د ټاکنو د کمېسیون د اعلان چې ګوندې په ټاکنو کې ۷ میلیونه کسانو رایې اچولي ګڼ شکونه راپورته کړي، ځکه خبریالانو راپورونه ورکول چې د خلکو رایې بیخي کمې دي. همدا ډول په دوهم پړاو کې معمولا خلک په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

ښاغلي مژده د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که پایلې د ډاکټر اشرف غني په ګټه اعلان شي، ډاکتر عبدالله به یې ومني؟ وویل: «د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د نوماندانو تر منځ داسې مخالفتونه ځای نه نیسي، په ۲۰۰۹ز کال کې هم د کرزي او ډاکتر عبدالله تر منځ سخت مخالفتونه رامنځته شول، ډاکتر عبدالله هغه مهال تر هغې وروسته چوپ پاتې شو چې امریکا پرې فشار راوړ. دا وار هم د دې احتمال شته چې امریکایان ډاکتر عبدالله ته ووايي چې چوپ پاتې شي. دواړه نوماندان اراده نه لري، ډاکتر عبدالله د دې لپاره راوستلای شو، څو ټاکنو ته مشروعیت ورکړي. »

ښاغلي مژده انديښنه څرګنده کړه چې په داسې سختو شرایطو کې خلکو رایې ورکړي، دوی اوس غواړي چې رایې یې محفوظې وي، که دولت یې ونه ساتي، دوی راپاریږي، شاید په زیاتو ځایونو کې پایلې ونه مني، که یې ومني دا احتمال لري چې د افغانستان د خلکو تر منځ لوی نفاق رامنځته شي، چې پښتانه له غیرپښتنو څخه بېل کړي او دا د افغانستان د تجزیې لپاره یو ډول لاره هوارول دي.

د مژده په اند شمال ټلوالې ته شمال ډیر مهم دی، په ۲۰۰۹ کې امریکا د ډاکتر عبدالله ځينې غوښتنې منلې وې، خو دې ځل ته کیدای شي عبدالله په اسانۍ پایلو ته غاړه کینږدي، ځکه جنرال دوستم هم غواړي چې په شمال کې خپل نفوذ پراخه کړي.
ښاغلي مژده په پای کې وویل، بحران حتمي دی، د بحران اول زنګ وهل شوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x