طالبان : په غور کې زموږ له لوري مسافر نه دي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غور چارواکي وايي ناپېژاندو وسله والو په دې ولایت کې د یو موټر درې مسافر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي :لومړی د مسافرو فلاینګ کوچ ډوله موټر درول شوی وروسته يې پر سپرلۍ ډزې شوې دي.

د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې د ((کابل ادارې)) له لوري په دوی تور پوري شوی چې ګوا له موټرو کښته شوي مسافر يې وژلي ، د احمدي په وينا دا کار موږ نه دی کړی او په کلکه يې ردوو.

طالب وياند وايي پېښه د ګډ حکومت تر واک لاندي سیمي (فيروز کوه) کې د هغه دوو کسانو له لوري رامنځته شوې چې د پولیسو يونیفورم يې په تن وو.

د غور د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي او ځايي سرچينو رسنيو ته وژل شوي کسان ټول د هزاره قوم اړوند ښودلي.

د یاد ولایت چارواکي وايي د پېښې د څېړني په موخه يې سیمي ته پلاوی لېږلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د