دپاکستان حکومت په خیبرایجنسۍ کې دافغان کډوالوکورونه نړوي

landi-kotal-tehsil-of-khyber-agencyله سیمې نه په ترلاسه شوي خبرونو کې راغلي دپاکستاني چارواکو لخوا دخیبرایجنسۍ په لنډي کوتل سیمه کې دافغاني کډوالو دکورونو نړول له دریو ورځو راهیسي دوام لري

دډیرو افغانانو کورونه په داسي حال کې نړیدلي چی هغوی خپل دکور سامانونه او کالي په بشپړه توګه نه وو ایستلي .

د وروستیو ترلاسه شويو معلوماتو له مخې تراوسه پوري ۲۰۰ کورونه نړیدلي او دنړیدو کار لا همغسی دوام لري .

پاکستاني مقاماتو دلنډی کوتل کډوالو ته خبرداری ورکړو وو چی په ۴۸ ساعتونو کې له خیبرایجنسۍ نه ووزی .

ډیر افغانان دچارواکو په دې کار زیات اندیښمن او خفه دي له یوې خوا هوا مخ به سړیدو ده او له بلې خوا ډیر ی افغانان دسر پنا لپاره داوسیدو ځای نلری



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.