افغانستان

ډاکټر عبد الله وايي اشراف غني تر ده په یو ملیون رایو مخکي دی

نن ټکی آسیا – رویټرز: د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره نوماند ډاکټر عبد الله عبد الله وویل چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د پراخي درغلۍ له کبله دده مخالف په یوه ملیونو رایو سره مخکې دی.

نوموړي زیاته کړه: “ما هر کله دا ویلي چي زما تر ټولو سخت مخالف په ټاکنو کې درغلي ده”.

د رویټرز د خبر پر اساس که څه هم عبد الله عبد الله د خپل مخالف نوماند اشرف غني نوم نه دی اخیستی، خو دده ملاتړو ویلي چې زیاته درغلي ددوی د مخالف ټیم اشرف غني ملاتړو کړې، او هغه چا کړې چې اوس هم د ولس مشر حامد کرزي سره اړیکه لري.

د یادوني ده چې ډاکټر عبد الله د ټاکنو لومړي پړاو کې تر اشرف غني مخکښ وو، خو د نوموړي په وینا د ټاکنو په دوهم پړاو کې د اشرف غني ملاتړو پراخه درغلي کړې، او له دوی څخه په یوه ملیون رایو مخکي دي.

نوموړي دوه ورځي وړاندي هم په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي وویل چې دا خبره چې د ټاکنو خپلواک کمیسون یې کوي، او وايي په ټاکنو کې اوه ملیونه افغانانو ګډون کړی، له سره د منلو نه ده، د هیواد امنیتي شرایط او د لومړي پړاو په پرتله کم ګډون دا سوال را پيدا کوي، چې دا اوه ملیونه رايي له کومه شولې.

 بل اړخ ته د اشرف غني ټیم پر عبد الله غږ کړی چې د ټاکنو پایله دي ومني، او هیواد دې نورو ستونزو ته نه ټېل وهي.

د رویټرز په وینا عبد الله د ۲۰۰۹ په ټاکنو کې هم د پراخو درغلیو له کبله د کرزي په خلاف د ټاکنو دوهم پړاو کې ګډون ونه کړ، او پنځه کاله یې انتظار وکړ، خو دا ځل داسي ښکاري چې د ولس مشرۍ لپاره به تر پایه وجنګیږي.

عبد الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x