نړۍ

«ویکیلیکس» ته د پټو اسنادو سپارونکی وايي امریکا دروغ وايي

امریکايي پوځي براډلي ماننیګ چې «ویکیلیکس» ته د پټو  اسنادو د سپارولو په جرم په زندان کې شپې سبا کوي، د چوپتیا روژه ماته کړې او په امریکا يې تور لګولی چې دوی د عراق په قضیه کې دروغ وايي.

ماننیګ له هغې وروسته د خلکو له سترګو پټ شو چې محکمې ورته ۳۵ کاله د بند سزا په دې جرم  ورکړه چې «ویکیلیکس» ته یې ۷۵۰زره مخونه پټ اسناد ورکړي.

ماننیګ اوس خپل نوم بدل کړی او غواړي چې د ښځو په څېر نور ژوند تېر کړي.

مانینګ په یوه مقاله کې چې د شنبې په ورځ په نیویارک ټایمز کې خپره شوې امریکايي رسنۍ په دې تورنې کړي چې په افغانستان او عراق کې د ګډوډۍ په پیل کې دوی له اصلي صحنې بیخي ځانونه لرې ساتلي وو.

دی زیاتوي چې زه په دې عقیده یم چې د رسنیو په آزادۍ چې کوم قیود لګېدلي،  امریکايان له دې بیخي لرې پاتې کوي چې په هغه جګړه کې چې امریکا يې تمویلوي څه پيښيږي؟

ماننیګ په خپله مقاله کې زیاته کړې: «ستاسو به د رسنیو راپورونه په زړه وي چې ټوله ورځ یې په عراق کې د بریالیو ټاکنو راپورونه ورکول، د هغو ښځو عکسونه او ویډیوګانې يې په بار بار خپرولې چې ګوتې يې په رنګونو وې، چې  مانا يې په عراق کې د امریکايي ځواکونو بریالي عملیات ښودل کېدله، خو موږ هلته اوسېدلو، په دې پوهېدلو چې هلته څه پېښیږي، له حقیقته موږ ښه خبر وو».

ننیګ زیاتوي چې زه د امریکايي پوځ له دسیسو چې او ټګۍ برګۍ چې په دغو ټاکنو کې يې کولې، سخت ډاریدم، له دې سره هم دغه ګډوډې ټاکنې او ددې تفصیلات د امریکايي رسنیو تر رادار لاندې تېر شول.

ننیګ د دښمن سره د مرستې او ویکیلیکس ته د پټو اسنادو په جرم په زندان کې بندي دی، نوموړي په وروستیو کې په محکمه کې لومړۍ دعوه «دښمن سره مرسته» ګټلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x