fbpx

کندهار : د چټک غبرګون د قطعې قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قومندان پر وېګو موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې.

پېښه نن سهار نهه نيمي بجې د یادي حوزې اړوند (ده خواجه) سیمه کې رامنځته شوې.

ځايي سرچينې وايي په چاودنه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قومندان جانان ( حاجي ماما ) او دوه ساتونکي وژل شوي ، همدا راز درې تنه سرحدي پولیس نور ټپيان دي.

طالبانو ته نژدې سرچيني وايي چې دا بريد د دوی چريکيانو کړی دی.

په کندهار کې د واکنش سریع قطعې قومندان جانان (حاجي ماما) د امنیه قومندان جنرال رازق له نژدې کسانو او قوي ملاتړو څخه و.

قومندان جانان له جنرال رازق سره د کندهار په مرموزو وژنو کې مهم رول لوبولی ، ګڼ شمېر کسان يې اوس هم په پټو زندانونو کې بند پاتي دي.

د ننۍ چاودني انځور :

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

سزاری قروت آب ګرم . نزن دروازه کس را به انګشت که نزند دروازه ات را به موشت ، چی بد ګرځی بد به پرځی.

غوربندِي
میلمه
غوربندِي

الحمدلله