نظــر

خبريالان دي د کندهار له پېښي عبرت واخلي !

د بيان ازادي د غربي ديموکراسۍ له اصولوڅخه يو مهم اصل دی چي په سيوري کي يې د ازادو خبريالانو دټولنو په شان يو شمېر ادارې منځته راغلي او په ورځني شکل د هيواد پېښي تر مطبوعاتي پوښښ لاندي نيسي ، بې پرې خبريالان چي ځان د

ديموکراسۍ اصولو ته ژمن ښيي له اولي ورځي د همدې ديموکراسۍ د سرلارو لخوا په خپله ګټه استعمال کړل سوي او لا لګيا دي استعمالوي يې ؛ خو يو شمېر خبريالان چي ځانونه بې پرې او له چا سره تړلي نه بولي تل هڅه کوي د بهرنيو اشغالګرو او مزدور رژيم ټولي څرګندوني په پټو سترګو تر اخيستلو وروسته اولس ته پداسي شکل وړاندي کړي چي ددوی لخوا وړاندي کېدونکي خبرونه ، راپورونه او معلومات ټول سمدم او له دروغو پاک صفا دي ، د رژيم چارواکي هم ډاډه دي چي څه مو زړه غواړي هغه ازاد خبريالان ؟ راته په ښه ښايسته انداز او شکل خپروي او که يې کوم ځاي په خپلو سترګو زموږ دروغ وليدل په اسانۍ سره سترګي ورباندي پټولاي سي .

د طالبانو د رسمی وياند دنده ده چي ټولي روزمره پيښي له مراجعو څخه په تر لاسه کولو له پوره تحقيق او کره توب وروسته له مطبوعاتو سره شريکي کړي او د روانو جرياناتو په هکله د اسلامي امارت رسمي دريځ ټولو کورنيو او نړيوالو مطبوعاتو ته څرګند کړي ، خو په تأسف سره چي بيا هم ازاد خبريالان ؟ د دوي د د يموکراتيکو اصولو خلاف دپېښو په اړه د طالبانو د نظر له څرګندولو سره حساسيت لري او د خبر جوړولو په برخه کي يوازي د رژيم د چارواکو ادعاء د تائيد سوي او موثق خبر په شکل خپروي او د رژيم د هر کس ناکس له دروغواو کمزورو څرګندونو په خورا شد او مد د خبر لوي سرليک جوړ کړي .

خو آيا دغو ازادو ژورنالستانو کوم وخت دا فکر هم کړيدی چي يو وخت به موږ اولس ته پداسي شرم وشرمېږو چي د پټولو لپاره به يې هيڅ پرده نه وي ؟

د کندهار پېښه ، د عبرت درس !

په کندهار ښار کي د جعلي ټاکنو په ورځ د سرتېرو طالبانو او مزدورو عسکرو تر منځ نژدې دېرش ساعته جګړه داسي پېښه وه چي هم يې رژيم ته او هم يې په اصطلاح يو شمېر ازادو خبريالانو ته د شرم پېټي ور پر اوږه کړل .

څرنګه چي په ليکنه کي مو د رژيم د چارواکو له شرمه ډکه ماتې ، له فدايي ګوزاره ويره او له جګړې د تېښتي هر اړخيز معلومات اصل مطلب ندي ؛ يوازي پر هغو خبرو تمرکز کول غواړم چي تېره ورځ ازاد خبريالان ؟ ورسره مخ وه :

لومړی : د بريد څرنګوالی – څرنګه چي د سرتېرو طالبانو لخوا له سنګر نيولو وروسته پر خپل دښمن لومړنی بريد خورا ناڅاپي او مرګونی وو اوخپل دښمن يې د مړو او ټپيانو په پرېښودلو تېښتي ته اړ کړ نو سرتېرو طالبانو هم ددښمن په نه موجوديت کي له بې هدفه ډزو ځان وساته او د يوه کاري ګوزار په انتظار په سنګرونو کي ورته کښېنستل خو د ازادو خبريالانو؟ له جملې يوه يې پر خپل فېسبوک داسي وليکل (( په کندهار ښار کې په وسلو سمبال څلور وسله وال يوې ودانۍ ختلي وه او پر امنتي ځواکونو يې د لاسي بمونو ګذار وکړ ، خو امنتي ځواکونو ټوله ورځ هغوی په محاصره کې وساتل او په وړاندي يې کوم غبرګون ونه ښود .))

امنيتي ځواکونه د بريدونو له ويري په ليري ځايونو کي پټ سول خو ازاد خبريال دا پېښه داسي تعبير کړل چي ګواکي بريد کوونکي سرتېري ځوانان يې په محاصره کي وساتل او په وړاندي يې کوم غبرګون ونه ښود !

مزدورو عسکرو د خپلو مړو او ټپيانو د انتقال لپاره څو واره هڅه وکړل خو له شديد غبرګون سره تر مخامخ کېدو وروسته بيرته پر شا و تمبول سول ، د فدايانو دراکټي بريدونو يادونه همدې خبريال د تېر پوسټ په دوام کي کړيده (( هغو د راکټي بريدونو تر څنګ لاسي بمونه هم غورځول )) .

دوهم : همکاري – د طالبانو وياند له يو شمېر خبريالانو سره د خبر د لا توثيق او کره والي په موخه دا همکاري وکړل چي د بريد کوونکو طالبانو موبايل نمبرونه يې دوي ته ورکړل او په بريد کي ښکېلو طالبانو هم سره له دې چي له دښمن سره په سخته مقابله کي ښکېل وه خبريالانو ته د پېښي اصلي معلومات ورکړل مګر بيا هم ازادو خبريالانو ؟ د مزدور رژيم په لارښوونه دا هرڅه صرف نظر کړل او د خبر جوړولو په برخه کي يې د بريد کوونکو طالبانو څرګندوني حتی د هغوی د ادعاء په شکل هم خپرې نکړې ! آيا بې پرې او ازاده خبريالي داسي وي چي د پېښي د اصلي ګډونوالو معلومات او څرګندو ني حتی د ادعاء په صورت هم د خپرېدو حق نلري ؟

دريم : د بريد کوونکو شمېر – طالبانو د خپلي پاليسۍ له مخي نه غوښتل د بريد کوونکو اصلي شمېره وښيي ، ازادو خبريالانو؟ د سرتېرو بريد کوونکو د شمېر په اړه هغه څه خپرول چي د رژيم چارواکو ورته ويل ، کله به يې د هغوی شمېر اته تنه ياد کړ او کله اووه ، د بريد په جريان کي يې حتي ځينو د دريو تنو او ځينو د پنځو تنو د شهادت خبر ورکړ ، خو آيا پوهېږئ چي د فدايانو اصلي تعداد څومره وو ؟

په بريد کي ګډون کوونکي فدايان صرف دوه تنه وه ، ملانعمت الله ( حنظله ) او ملا محمد عيسی ( ضرار ) تقبلهما الله ، دغو دوو تنو اتلانو په کمو وسائلو له خپل مجهز دښمن سره نژدې دېرش ساعته جګړه وکړه او ګڼه مرګ ژوبله يې ور واړول !

اصلي مطلب :

يوه ازاد خبريال ؟ په هغه وخت کي چي د سرتېرو طالبانو او مزدورو عسکرو تر منځ نښته روانه وه داسي وليکل (( د کندهار ښار په دريمه امنتي حوزه کې ، د ځانمرګو بريدګرو په وړاندي د افغان خاصو ځواکونو له لوري عمليات روان دي او اوس هم دواړه لوري يو پر بل خال خال ډزي کوي . سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د کندهارامنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم سيمي ته رسيدلی دی ، امنيتي سرچينې وايي چې تر دې مهاله درې بريدګر له منځه تللي او پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .)) څرنګه چي امنيتي سرچينو خبريالانو ته د بريدګرو تعداد ۸ يا ۷ ښودلی وو او له دغه تعداد يې چاته د دريو او چاته د پنځو د شهادت معلومات ورکړيوه نو بې پرې خبريالانو؟ هم د خپلو ژورنالستيکو اصولو له مخي ددوي څرګندوني د مقابل لوري د معلوماتو پرته خپرې کړې او خلک يې له دغه انکشافه خبر وساتل ، مګر کله چي ددوي په وينا سيمه تصفيه سوه او د فدايانو په سنګر کي يوازي دوه تنه شهيدان دوي وليدل آيا دا سوال ورسره پيدا نسو چي له هغو اتو تنو فدايانو يوازي دوه تنه دادي دلته موجود دي هغه شپږ تنه نور څه سول ؟ او مخکي چي د جګړې په جريان کي امنيتي چارواکو ويلي وه تردې مهاله درې يا پنځه بريد کوونکي وژل سويدي هغه يو يا درې تنه نور وژل سوي څه سول ؟ چي د جګړې په جريان کي درې يا پنځه تنه ووژل سول هغه چي څو ساعته نور مقاومت يې وکړ هغوي څه سول ؟ آيا له پېښي ژوندي وتلي او که وژل سويدي ؟ که وژل سويوي اقلاً د بدن يوه برخه يې خو يې بايد موجوده وای !

اصلي خبره داده چي بريد کوونکي طالبان يوازي همدا دوه تنه وه او له شهادت وروسته يې جسدونه هم موجود دي ، اوس نو خبريالانو ته دا فکر کول پکار دي چي ددغه سترګو ليدلي حال په شان به امنيتي چارواکو نور څومره ځايونه دوي ته همداسي درواغ ويلي وي او دوی به په پټو سترګو هغه څه خپاره کړيوي !!!

آيا دا د شرم خبره نده چي يو ځل اولس ته د اتو تنو بريد کوونکو خبر ورکړي او چي کله خبره سپينه سي نو بيا وايي دوه تنه وه ؟ د اولس له دې پوښتني سره ځان مخ نه بولې چي د پېښي لومړی خبر دي هم له چارواکو اخيستی وو او وروستی هم ؛ نو بياولي دومره توپير سره لري ؟

خبريالانو که واقعاً ځانونه ازاد او بې پرې بولئ نو :

– د پېښي په اړه د دواړو خواوو نظرونه خپرول ستاسو مسئوليت دی .

– که د يوه طرف ادعاء خپروئ نو بايد د ادعاء په شکل يې خپره کړئ ! نه داسي چي د رژيم د چارواکو ادعاء د تائيد سوي خبر په شان په لوي عنوان خپور کړئ .

– داسي مه کوئ چي د رژيم ادعاء بېله دې چي د طالبانو نظر واخلئ خپروی يې او د طالبانو لخوا درکول سوی خبر تر هغو د ادعاء په شکل هم نه خپروی چي د کوم چارواکي نظر مو نه وي پکي اخيستی ، آيا دا يوه مسئولانه کړنه ده ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x