افغانستان

نجیب الله کابلي: د «تبیان مرکز» په کابل کې د ایران سپاه قدس څانګه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۷ل): د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې رسنیو ته وویل، هغه ګوندونه چې بهرنیو هېوادونو ته کار کوي باید تر جدي څارنې لاندې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د تبیان مرکز د ایران د سپاه قدس څانګه ده او د فرهنګي فعالیتونو په نوم ترهګرې ډلې د ملي یووالي پر وړاندې پاڅون ته هڅوي.

کابلي پر ځینو سیاسي ګوندونو تور پورې کړ چې د ګاونډیو هیوادونو په اشاره په افغانستان کې د ملي ګټو خلاف فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړي د هغه لیک یوه کاپي چې د حسیني مزاري له خوا د ایران سپاه پاسداران قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني په نوم استول شوې وه رسنیو ته په واک کې ورکړه چې پکې لیکلي یې وو (( بنده له دمې پرته د امام حسین (ع) نه د پیروي په پار، د افغانستان یو شمېر ځوان مجاهدین د تاسو عاليجناب له لارښوونې سره سم د فا‌‌‎طمیون لښکر کې عراق او سوریې ته در واستول)).

نجیب کابلي زیاته کړه چې د ګاونډیو هیوادونو لخوا ځينې ډلې او ګوندونه حمایه کیږي او دلته په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه کوي چې له وسله والو مخالفان سره هیڅ توپیر نه لري.

خو کابل کې د تبیان فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو مرکز مشر محمد امین زاهدي رسنیو ته وویل چې دا مرکز له تېرو ۲۰ کالونو راهيسې فرهنګي او ټولنیز فعالیت کوي چې د قانون خلاف نه دی او هېڅکله نه غواړي چې له یو افغان څخه د نیابتي جګړو سرتیري په توګه کار واخیستل شي او د دې مرکز اصلي دنده د اسلامي ټولنې په ځانګړې توګه افغانستان کې د یووالي راوستل دي.

باید وویل شي چې تېر کال (۷ مرغومی ۱۳۹۶) په کابل کې د تبیان فرهنګي مرکز پر ودانۍ د داعش سرتیرو وسلوالو برید وکړ چې په ترڅ کې يې ۵۰ تنه ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x