fbpx
کندهار؛ امنیه قومندان جنرال رازق خپل نوم ثبتوي

جنرال رازق: د ټاکنو له کارت پرته د چا عریضه د منلو نه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۷ل): نږدې د اوونۍ په تېرېدو سره د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې سست بهیر افغان چارواکي اندېښمن کړي دي.

په کندهار کې امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دې لپاره چې پر خلکو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه حتمي کړي، خپلو ادارو ته امر کړی چې که څوک د رایې کارټ ونه لري، نو دولتي ادارو کې يې باید عریضه ونه منل شي.

هغه پرون له خپلې مېرمنې سره په کندهار کې د نوم لیکنې په یوه مرکز کې نوم ثبت کړ او پورته څرګندونې يې وکړې.

رازق چې تر دې وړاندې يې دا حکومت ان د ده د لرې کولو لپاره د مکتوب د لېږلو د صلاحیت لرلو وړ نه باله، تازه ویلي چې ټاکنو کې بهرنیان تصمیم نه نیسي.

رازق د طالبانو د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې د هغوی دعوې بې ځایه دي او بهرنیان د ټاکنو په پروسه کې مداخله نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اجراییه رییس هم د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې سسته پروسه اندېښمنوونکې وګڼل.

هغه په ټاکنو کې دخلکو کم سارې ګډون د اندیښنې وړ وباله اوپه همدې تړاو یې دټاکنو ټیمونه ګرم وبلل او زیاته یې کړه خلکو ته لازم عامه پوهاوې نه دې ورکړل شوي.

نوموړي زیاته کړه، د څلورو ورځو په تېریدو لاهم ټاکنیزو ټیمونو ته دخلکو د ورتګ لړۍ پڅه ښکاري چې دغې چارې دټاکنو مشروعیت هم تر سوال لاندې راوستی دی.

پر مرکز سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې هم د نوم لیکنې لړۍ خورا پڅه روانه ده، د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په اړه یو تن مدني فعال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې تېرو ټولو ورځو کې يې دوو مرکزونو ته یوازې درې تنه ورغلي دي.

په پکتیکا، غزني، زابل، پروان، فاریاب او کندهار کې هم د نوم لیکنې سستې لړۍ د ټاکنو مشروعیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دعوه کوي، چې نا امني او د عامه پوهاوي نه شتون هغه څه دي چې خلک د نوم لیکنې لپاره زړه نه ښه کوي.

د شنونکو په باور پر تېرو دورو کې د ټاکنو جنجالي بهیر پر دې پروسه د ولس باور له صفر سره ضرب کړی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

هو ته چی مظلوم ولس ته ګواښ ونکړی څوک به ګواښ وکړی ته اوس ولس ته معلوم یی ته او یو امریکایی ولس ته یوشی یاست انشاالله دخپل د ظلم نتیجه به حتمی او ضروری وګوری.