ورزش

ټام مووډي: راشد خان به د خپلې لوبډلې لپاره لویه سرمایه وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۷ل): په هند سوداګریزو سیالیو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې مشر روزونکي ټام مووډي د راشد خان په اړه هیله څرګنده کړې چې نوموړی به د آی پي ایل پر روان پړاو لوی اغیز ولري.

راشد خان چې په ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشت کې د ملي لوبډلې لخوا لومړۍ لوبه ترسره کړې، تر دې دمه یو شمېر نړیوال ریکارډونه پخپل نوم کړي، او د خپلې لوبډلې په بریا کې مهمه ونډه اخلي.

نوموړی د روان کال په فرورۍ میاشت کې د کرېکټ نړیوالې شورا د توپ اچونې لومړی مقام خپل کړ، هغه همدا ډول ځوان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې يې لومړی مقام پخپل نوم کړ، سربېره پر دې نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو سلو ویکټو پوره کولو ریکارډ هم مات کړ.

په آی پي ایل کې د راشد خان لوبډلې مشر روزونکي ټام موډي د راشد خان په اړه هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته د تلیفوني خبرو له لارې نوې څرګندونو کې ویلي چې «نوموړی زمونږ د لوبډلې لپاره یوه لویه سرمایه ده، او دا به په روان کال آی پي ایل لوی اغیز ولري».

راشد خان چې په تېره نیږدې کې په یو شمېر لیګونو کې برخه واخیستله په لومړي ځل په ۲۰۱۷م کال کې په آی پي ایل کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۴۰ ملیونه هندۍ کالدراې وپېرل شو چې یو شمېر د کرېکټ مبصرین، چارواکي، لوبغاړي او مینوال یې حیران کړل.

له دې سره سم راشد خان په پخپل لومړي پړاو آی پي ایل کې غوره توپ اچونه ترسره کړه، او هیڅ توپوهونکي نشو کولای د نوموړي په توپ ستر شاټ ووهي، همدا ډول یې په تېر آی پي ایل پړاو کې ۱۷ ویکټې هم ترلاسه کړې.

ټام مووډي وایي: راشد یو ځانګړی توپ اچونکی دی، او تېر کال یې زمونږ په بریالیتوب کې پوره ونډه واخیستله.

همدا راز راشد خان د استرالیا په ستر لیګ (بیګ بیش) کې هم د ايډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا واخیستل شو، چې نوموړي د خپلې لوبډلې په بریا او پایلوبې ته په رسېدو کې ستره ونډه واخیستله، نوموړي په دغو لوبو کې ۱۸ ویکټې واخیستلې چې تر هر لوبغاړي زیاتې وې.

د نوموړي تېر فعالیت او غوره لوبې ته په کتلو سره سنرایزز حیدر اباد لوبډلې پریکړه کړې وه چې په هیڅ حالت کې نوموړی په ۲۰۱۸م پړاو کې له لاسه ورنکړي، همدا شوه چې د بولۍ پر وخت یې د پنجاب مالکې سره تر وروستۍ اندازې کوښښ وکړ، چې په پای کې یې د آر ټي ایم کارت په واسطه په ۹۰ ملیونه هندۍ کالدارې وپېره.

راشد خان د خپلې لوبډلې په بریا کې او په ځانګړي ډول د کرېکټ نړیوالې شورا په بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو کې مهمه ونډه واخیستله، او لوبډلې یوازې د همده په غوره توپ اچونه یو شمېر بریاوې ترلاسه کړې.

ټام مووډي زیاتوي، «هغه په بېلابېلو سیالیو او لیګونو کې، په ځانګړي ډول د خپل هېواد پر استازیتوب د لوبېدلو نه وروسته خپل ځواک او تجربه نوره هم قوي کړه».

مووډي وایي: «هغه اوس زمونږ د لوبډلې مهمه برخه ګرځېدلې، ځکه چې د هغه توپ اچونه کې یو ډول راز موجود دی، او هغه ددې توان لري چې په لوبه کې ویکټ ترلاسه کړي او د لوبې نقشه بدله کړي».

د یادونې وړ ده چې د راشد خان په شمول محمد نبي او مجیب الرحمن هم ددې لیګ برخه دي، چې تر دې دمه مجیب او راشد د خپلې لوبډلې لپاره ښه ثابت شوي خو محمد نبي لا نه دی لوبېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghan

ماشاالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx