افغانستان

طالبانو دکندوز د دشت ارچي پیښې له قربانیانو سره نږدې یو نیم میلیون افغانۍ مرسته کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۷ل): نږدې دوه اونۍ وړاندې افغان ځواکونو دبهرنیو هوایي ځواکونو په ملتیا دکندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستار بندۍ دمراسمو یوه غونډه بمبار کړه چې له امله د ماشومانو په ګډون شاوخو ۱۵۰ ملکي وګړي ووژل شول او نږدې همدومره نور ټپيان شول.

دکندوز ځايې اوسیدونکي وایې، تر اوسه هیڅ کومې نړیوالې او کورنۍ بشري ټولنې مرستې نه دي کړي یواځې له طالبانو له لورې شوې مرستې ورته رسیدلي دي.

که څه هم یاد برید دطالبانو سربیره یو شمیر نړیوالو ټولنو دهیواد علماوو او مدني ټولنو په کلکو ټکو وغانده چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې د بې پرې پلټنو اعلان هم وکړ؛ خو تر اوسه یې دپایلو په اړه هیڅ معلومات نه شته.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دپيښې دقربانیانو سره د دوۍ له لورې شوې مرستې تایید کړې او زیاته یې کړه د یادې پیښې له قربانیانو سره داسلامي امارت مجاهدینو له لورې یو میلیون او څلور سوه زره افغانۍ مرسته وشوه چې په یاده سیمه کې د دوۍ له مسولینو له لورې متضرر شویو کورنیو ته سپارل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx