دیني، سیرت او تاریخ

فکري جګړه / نهمه برخه

لکه څرنګه چې مخکي مونږ یادونه وکړه چې په فکري جګړه کي  دواړه اړخونه متضاد فکرونه لري چي یو خواته اسلامي برحق فکر او بلي خواته کفري او دیموکراتیک غربي فکر موجود دي

نو ځکه دا په مونږ باندي لازمه ده  ترڅو د خپل اسلامي فکر منابع او بنسټیزي ځانګړتیاوي او مشخصات وپیژنو په تیرو برخو کي مو په تفصیل سره د اسلامي فکر ماخذونه او منابع بیان کړي دي نواوس دا لازمه او ضروري ګڼم چې د اسلامي فکر بنسټیزې ځانګړتیاؤ باندي رڼا واچوم او دا مهمه ده چې د خپل فکر مشخصات او ځانګړتیاوي وپیژنو ٬د خپل فکر نه مي منظور اسلامي فکر دی چي زمونږ او ستاسو مشترک فکر دي او هيڅ نوعه پیوندکاري او سازش د چاسره نه مني٬ د دغو مشخصاتو او ځانګړتیاؤ پیژندنه نن سبا مونږ او تاسو ته ډیره اړینه ده دا ځکه چې وکولی شو ترڅو د خپل فکر په رڼا کې د دښمن فکر په ډیره اسانۍ و پیژنو او پردي فکرونه په آسانۍ سره د خپل فکر نه تفکیک کړو.د اسلامي فکر مشخصات په لاندي ډول کولي شو بیان کړو.

د خپل فکر مشخصات
 
کوم څه ته نن مونږ د خپل فکر وایو؟ باید دخپل فکر مشخصات وپيژنو د مثال په ډول زمونږ د فکر یو مشخصه یعني د اسلامي فکر  مشخصه دا ده چې زمونږ دین (اسلام) دعلوی او د برتری دین دی ،ذلت نه منې ، د چاسره عقیدوي جوړجاړی نه منې ،دا به هر وخت اعلی دی ،اسلام او مسلمان به ذلیل نه وی یا ژوند د غیرت او یا مرګ د شهادت او د عزت لکه څرنګه چې رسول الله  ﷺ  به صحابه کرامو د مظلومیت د ماحول نه ویستل اود عزت او شرف ماحول ته يي هدایت ورته کاوه سره د دي چې مکه معظمه بهترین ځاي دی ،الله  ﷻ  کور بیت الله پکې موجود وه او د اسماعیل (ع) وطن همدغه وه او د ابراهیم(ع) وطن او عرفات همدلته وه او نور مقدسات همدي ځاي کې دي سره د دي ټولو مقدساتو نبي کریم ﷺ  صحابؤو کرامو ته د هجرت امر کوي دا ځکه چې په همغه وخت کې د مسلمانانو او صحابؤوکرامو علوه او برتري نه منل کیده او رسول الله  ﷺ  داسي ځاي ورته د هجرت لپاره د الله  ﷻ  په امر تعین کړ چې هغلته د مسلمانانو علوه او برتري منل کیدله نو جوړجاړی او اشتراکې نظام په اسلام کې نشته ځکه الله  ﷻ  فرمايي:

 ” ولا تهنوا ولا تحزنوا وأنتم الأعلون إن كنتم مؤمنين۝” [سورة آل عمران 193]

نو د اسلامی فکر مشخصه هغه علوه او برتری ده د اسلام او مسلمان په نورو ادیانو او مذاهبو باندی مسلمان په یو ذره او یو اینچ هم د اسلام نه نه ګرځي او نه تیریږي.

او د کفر سره ګذاره نکوي نو هغه څوک چې د کفر سره ګذاره او جوړجاړی کوي هغوي ته اسلام دښمنان یهود او نصارا اعتدال پسند وايي هغوی ته دوي میانه روي وایي هغه اعتدال پسند دي او هغه څوک چې د دوي خلاف او د دوي د خواهشاتو خلاف کوي د دوي وحشي او حیواني افعالو او حرکاتو رد او تردید کوي هغه بیا افراطي او متشدد ګڼل کیږي نو مسلمان به او هغه څوک چې د الله ﷻ  په کتاب او په ورځ د آخرة ایمان لري دیهودو اونصاراؤو دغه نومونه نه ویریږي او دهغوي د دغه عنوانونو تأثیر لاندي دي نه راځي او یوه ذره به دخپل له دین نه او د خپل فکر او عقیدي نه کفارو ته نه تیریږي.

 ځکه الله  ﷻ  فرمايې:

 ” وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ الآيه” [49 المائدة]

او لري او په حذر کي اوسه ای پیغمبر  ﷺ  له دینه چې تا دي واړوي د بعض او لږ هغه څه نه چې الله  ﷻ  نازل کړی تا ته .
نو د اسلام  او د اسلامي فکر یو مشخصه دا ده چې مونږ به برتره یو دا زمونږ  فیصله نه ده، دا زمونږ وینا نه ده بلکي دا الله  ﷻ  وینا ده، د اعلون کلمه چې په دي آیة مبارکه کې راغلې چې الله  ﷻ  فرمايي:

 ” وأنتم الأعلون إن كنتم مؤمنين “

ترجمه: تاسو به اعلی او برتره یاست په دي شرط که مؤمنان يي.

که مؤمنان يي نو اعلون به يي او که مؤمنان نه یاست اعلون به نه يې نو علوه د ایمان سره ده که ایمان نه وی بیا به خود ذلیل یاست بیا به خود د یهودو او نړیوال صهیونیزم غلامان وي بیا به خود د خداي پر ځاي د وضعي قانون عبادت کوي بیا په خود د قرآن پر ځاي حاکم او فیصله کونکي قانون اساسي  بولي او تحاکم الی طاغوة به کوي بیا په نظام او اقتصاد کي او همدارنګه په سیاست کې  د قرآن لپاره ځاي نه وي بیا خود الله  ﷻ  دقانون او آسماني قانون ځاي دیموکراسۍ  او د غرب نه راوړي دین چې لیبرالیزم او سیکولریزم دي اشغالوي، رسول الله  ﷺ  خپل امت په سپینه او مستقیمه لار پریښولې دي که ټوله نړۍ یو خواهش هغه چاته چې د الله  ﷻ  دین منلې او هغه چا ته د قرآن علوه او برتری حاصل شوي هرګز به د دغي علوي او برترينه کوز نشي که یو هم وي دی به یو لوي امت وي لکه حضرت ابراهیم (ع) چې یو اځی په یو ځان د نمرود مقابله کوله او الله  ﷻ  یواځي ته دا ویلې چې ” إن إبراهيم كان أمة قانتا لله ” [سورة النحل 120]

ابراهیم یو امت قانت وه الله ته ،که یو کس هم وي چې الاعلون وه هغه امت ګڼل شوي حضرت ابراهیم  ﷻ  یو کس وه چې ټول خلک او نمرودیان د دي په خلاف وه حتی د کور نه هم شړل کیږی ورته ویل کیږي چې “واهجرني ملياً ” بیا هم قرآن کریم هغه ته  امت ویلې دی دا ځکه چې د حق اعلان کوي او د بت پرستۍ او شرک مخالفت کوي جوړجاړی نه ورسره کوي ځکه چې د کفر سره جوړجاړی نشته اګرکه ابراهیم (ع) پکې یو دی خو کله چې دی دحق دفاع کوي د حق لپاره مبارزه کوي الله  ﷻ  دي ته امت ویلی دي.
 
دویمه مشخصه داسلامي فکر
 
دویمه مشخصه د اسلامي فکر دا ده چې اسلامي فکر پیوندکاري نه منې پدي معنی چې یو کس د هم مسلمان وي او هم دي غیر مسلمان ،د اسلامی فکر متابعت او پیروي کیږي هم د غیر اسلامي فکراو عقیدی یا داچې لږ دیموکرات او لږ د مسلمان  او یا لږ د کمونست وی او لږ د مسلمان او لږ به پکې بل څه وي نه خیر بلکي یو شی د وی یا مسلمان او یا دیموکرات یا کمونست اویا مسلمان وي او یا به اسلامي فکراو عقیده لري او یا به دیموکرات فکر لري ځکه چې د اسلام او دیموکراسی او د مسلمان او کمونست،د دیموکرات او مسلمان په مينځ کي منافات کلې دي او دا محاله ده چې یو دي شي او پیوندکاری دي پکې وشي ځکه اسلامی فکر د پیوندکارۍ فکر نه دی ،هر څوک چې په اسلام کې پیوندکاري کوي د قرآن پدي آیة نه پوهیږي چې:
 ” لا يأتيه الباطل من بين يديه ولا من خلفه تنزيل من حكيم حميد۝”[ سورة فصلت 24]

قرآن پیوندکاری نه منې او بل پيوند نه اخلي د کامل دین دی او کامل شوی دی او کله چې کوم پيوند د اسلام سره لګول شوي دغه پیوند خپل حیثیت د لاسه ورکړی که نشنلیزم دي او لږ ورپيوند کړ اسلام او عقیده دی پر خرابه کړه که کمونیزم دي کږ ور ګډ کړه اسلام او عقیده دي پرپ خرابه کړه نو اسلام میلاوټ او ګډوالې نه منې اسلام یو خالص دین دی چې شرکت د بل نظام سره نه منې.

نور بیا…

د اسلامی یوالي او سپڅلي نظام په هیله
محمد ادریس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x