شعـــــرونه

د مینې ترنم

عبدالرحمن محمود‎

د میني ترنم دی بیا زاغان په تښته درومي
خوشحاله خوشحالي ده رقيبان په تښته درومي.

خيږي تجلاوې زموږ د هسکو لوړو غرو پر سر
پورته شوه لمرونه غمازان په تښته درومي.

تورو تروږميو باندي زښته ساحه تنګه شوه
وار پر غلیمګي شو ګیدړان په تښته درومي.

ښکاري غرغره تیاریکه شپه د صبحدم پر سر
ستورو ځای نیولی مست وحشيان په تښته درومي.

د ښکلي غره لمن کي بلبلان سره ټول سوي
له دې ښائسته بهاره څه خزان په تښته درومي.

نغمې دي زمزمې دي مطربان شعرونه وایي
رندانو شور جوړ کړی زاهدان په تښته درومي.

زه محمود یو ځای د خپل دلداره سره ګرځم
ږغ چي د تکبیر کړم خوار شیطان په تښته درومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x