پښــــتو ادب

ځوان ادبي بهير خپله ٤٥ مه ادبي غونډه تر سره کړه

دا غونډه دروان لمريز کال ١٣٩٣د غبر گولي په ٢٣مه نېټه دالقرآن خصوصي عالي لېسې په انگړکې دجمعې په مبارکه ورځ سهار ٨بجې پيل شوه ،د دريځ چارې سيد مرسلين متينزي پر مخ وړلې،چې په لمړي سرکې ناسته نورالامين لودين دقرآن کريم دڅو مبارکو آيتونوپه تلاوت منوره کړه،همدا رازدغونډې مشر مېلمه احسان الله (ځلاند)اودکوربه توب وياړ ېې بلال ظاهر وزيري په غاړه درلود.

دغونډې په پيل کې ضمير ګل (احمدي)ته دتېرې اوونۍ راوړاندې کولوبلنه ورکړل شوه،احمدي هم  ټولو برخه والوته دتېرې اوونۍ گذارش واوراؤ،په گذارش لمړى دنقد چاړه چمن گل (مياخېل)کېښود وېې ويل:ګذارش کې دتېر اوونۍ دمېلمنو ذکر نه ؤ شوى،محمود خزان ور غبرګه کړه چې دې کې ګذارش لينونکى ګرم نه دى ځکه چې تېره اوونۍ مو مېلمانه نه درلودل.له بلې خوا بيا واحدالله(ساحل)ويل چې په ګذارش کې دتېرې اوونۍ دمشاعرې  دبرخه والو نومونه نه ؤ،خو په ځواب کې ېې نورالامين لودين را وﻻړ شواووېې ويل چې که په ګذارش کې دټولو شاعرانو نومونه راشي نو ګذارش به ډېر اوږد او بې خونده شي،او زياته ېې کړه چې ګذارش زما له نظره ډېر ښه ؤ خوښ مې شو.همدا راز احسان الله ځلاند هم ګذارش خوښ او تاييد کړ.

ورپسې دځوان ادبي بهير مشر محمود خزان ته دوينا دپاره بلنه ورکړل شوه،خزان په لمړي سر کې دځوان ادبي بهير ټولو غړو ته دنوي ځاى مبارکي ورکړه،او هيله ېې څرګنده کړه چې راتلونکي کې به ﻻ ښه فعاليتونه تر سره کړي،همدا راز خزان دنوي سهار انسټيټيوټ له مشر تابه څخه مننه چې دومره وخت ېې ځوان ادبي بهير ته پخپل انګړ کې ځاى ورکړى ؤ،

دالقرآن خصوصي لېسې له مشر نه ېې هم مننه وکړه چې ياد بهير ته ېې سينه ډبولې.ياده دې وي چې خزان ټولو ګډونوالو سره په راتلونکې اوونۍ چې ديوې ځانګړې غونډې دجوړولوپه برخه کې هر اړخيزې مشورې وکړې.پدې ترڅ کې پرېکړه وشوه چې راتلونکې اوونۍ ته به( دشاعر مسؤليت په ټولنه کې ) تر سرليک ﻻندې يوه پرا خه غونډه کوي.

وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو پکې خپل شعرونه وويل،دغونډې په پاى کې دناستې مشر احسان الله ځلاند ته دغونډې دارزونې دپاره بلنه ورکړل شوه ځلاند غونډه او مشاعره ډېره په زړه پورې وبلله،خو وړانديز ېې وکړ چې که چېرته کوم نوى آو ځوان شاعر دلته شعر وايي که په شعر کې ېې نيګړتيا وي نوبايد ورته په ګوته شي،چې په راتلونکي کې ېې شاعري پخه آو کومه ستونزه ونه لري چې په همدې سره غونډه غرمه ١٢بجې په دعايه کلآم پاى ته ورسېده  مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x