اجماع: لمړی درس

لیکوال: استاد عاطفي

اجماع

اجماع په آر کې عربي جمله او کلمه ده چې معنی ئې په کلکي او ټینګې ارادي سره د یوي مسئلي په اړوند دنظر او فکر یووالي ته وايې، یا په لنډ ډول په یو موضوع د رایو اتفاق اجماع دی.

داجماع په اړوند فقها کرام ځانګړي تعریفونه لري لکه،

والإجماع: هو اتفاق الأئمة المجتهدين في عصر من العصور بعد انتقال الرسول (صلی الله علیه وسلم) عن الدنيا على حكم شرعي.

د سیدنا حضرت رسول اکرم ( صلی الله علیه وسلم) د امت مجتهدین په یوه زمانه کي په یوي مسئلي متفق کېدو ته اجماع وایي .

داجماع اساس دقرآنکریم او نبوي احادیثو له ارشاداتو اخستل شوی،چې داسلامي فقي دریمه مرجع یاسرچینه بلل کیږي او اسلامي فقي اجماع عبارت دی، دامامانو او فقهاوو کرامو په یوي ځانګړي مسئلي کې دنظر یووالي ، داهم په اجماع حسابیږي ،چې ریښتیني فقها او زړه سوانده علما، دحل او عقد خاوندان په يوي مهمې مسئلي کي اتفاق وکړي.

په یاد ولرئ ددیني امورو په اجماع کې ددیني متخصصینو پرته بل چاته دنظر ورکولو حق او اجازه نشته اونه هغه اجماع داسلامي فقي دریم مصدر ګڼلی شي چې دقرآنکریم او نبوي احادیثو سره ئې محتویات په ټکر کي وي، خوځيني وخت داسي اجماع هم دشریعت برخه ګرځي چې دهغه بنیاد په قرآنکریم او احادیثو کي نه وي لکه دقرآنکریم دټولیدو په اړوند دمصحف عثماني په اجماع عمل، چې داسي اجماع په ځانګړي توګه صحابه ءکرامو پوري اړوند و، ځکه دلته نه اشارتًا کوم قرآني نص موجود و او نه نبوي ارشاد،چې بیلا بیل قراتونه یوځای او قرآنکریم په مصحف عثماني کې سره راټول کړئ، داسي اجماع داسلامي شعائرو او ارزښتونو ساتني لپاره روا بلکه دوخت غوښتنه او لازم وه .

که څه هم اجماع دصحابه کرامو په دور کي تر سره کیده او دتابعینو په دور کي ورته توجه ندی شوي او دایمه کرامو په دور کي مجدداً پری تاکید شوی اود اجماع دړه نده بنده شوي بلکه تر پایه به خلاصه وي،که څه هم چې اوس دامسئله له اختلافه خالي نه ده چې ایا اوس هم اجماع منعقد کیږي که نه!

د احنافو په نزد صحیح مذهب دادی: په هري زمانې کې د اجتهاد خاوندانو او عدل لرونکو شخصیتونو اجماع معتبره او شرعي حجت دی.

له صحابه کرامو نه را په دیخوا چې اُمت په یوې اجماع ټینګ پاتي شوي هغه د اهل سنت والجماعت دا څلور مذاهب دي که څه هم داُمت یوه برخه داهل تشیع جعفریه فقې لارویان هم دي.

دنړۍ په هر ګوټ کې چې اسلامي هیوادونه پراته دي یا خلافتونه تیر شوي لکه عثماني خلافت، یا په نورو هیوادو کې مسلمانان پراته دي، دهمدې څلورو مذاهبو نه دکوم یو مذهب لاروی دی او له اصولو يې ټول ګټه پورته کوي.

هر هغه څوک چې مذاهبو سره کینه لري او یا کینه کوي دا يې په ناپوهي دلالت کوي، دوی هم په یوه لار نه یوه لار دهمدې مذاهبو لارویان دي، کنه په هر صورت نیګړي دي.

درسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) له رحلته وروسته دمذاهبو دور پیل شو،چې دوخت غوښتنو په بناء شمیر لوړ شو، دهارون الرشید دزامنو(مامون او آمین) په دورکې هم موج وه خو امین الرشید دعلماوو ستره اجماع وغوښته او دمذاهبو انسجام وړاندیز يې وکړ، له ډیرو مطالعو او څیړنو وروسته یوه اتفاقي خبره په دي څلورو مذاهبو راوګرځیده، نور مذاهب په طبعي ډول یا يې لارویان ټينګ پاتي نه شول اویا هم دوخت په تیریدو نورو سره ګډ شول.

همدا اوس په ټوله نړۍ کې مسلمانان په فر دي او ټولنیز ډول دهمدې مذاهبو له استنباطي احکامو ګټه تر لاسه کوې، او حتی داسلامي هیوادونو د دولت قضايې احکام هم دهمدې مذاهبوداصولو په رڼا کې اداره کیږي، چې داُمت څرکنده اجماع ده ، که څوک ددې هڅه وکړي چې دې اجماع ته کوم چې له څوارلس سوه کالو راهیسې د امت پرې اجماع او اتفاق دی زیان ورسوي؟ الله سبحانه وتعالی به يې نامراده کړي او په اخرت کې به له سترې رسوايې سره مخ شي، ان شأ الله .

والله اعلم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د