د دوست او ملګري د انتخاب ارزښت

د دوست او ملګري د انتخاب ارزښت

ليكوال: اسحاق توماج
ژباړه : عبدالمالک روحاني

انسان ټولنیز موجود دی. له ټولنې سره اړیکه یې د عقل او عاطفې له لیدلوري د میرمنې او ملګرو شتون ته اړ کوي تر څو خپلې مادي، معنوي، روحي او جسمي اړتیاوې ترې پوره کړي. خو هغه څه چې مهم او د بحث وړ دي؛ د ملګري د انتخاب څرنګوالی دی. اسلام چې په کومه اندازه له ښو خلکو او ملګرو سره د تړاو تاکید کوي، په هماغه اندازه له بدو او بې بندوبارو خلکو او ملګرو سره د پرېکون خبره کوي.
ملګری پر ملګري مستقیم تاثیر لري. که ملګری نېک او صالح شخص وي، نو مثبت تأثیر لري او کولای سي، چي د خپل ملګري دنیوي او اخروي نېکمرغي او خوشحالي تضمین کړي او که چیري ملګری بد وي، نو منفي تأثیر لري او کولای سي، چي، تلپاتې بدبختي انسان ته وزېږوي.
ملګری کولای سي، چي د خپل ملګري په نېمکرغي او بد مرغۍ کي مهم رول ولوبوي.
ملګری کولای سي، چي خپل ملګری د پرمختګ او ترقۍ لوري ته را وبلي تر څو اعلی علیین ته یې و رسوي او همداسي بد ملګری کولای سي، چي ملګری د بد مرغۍ لور ته یوسې، تر څو اسفل السافلین ته یې و رسوي.
لهذا د ملګري په انتخاب کي پوره توجه ته اړتیا لیدل کېږي.
له بد ملګري سره ډیرې بدې پایلې پېښیږي.
د شاعر په وینا:
تر څو چي کولای سې، نو له بد یار څخه تښته
بد یار تر مار بدتر دی
بد مار یوازي پر تا وار کوي
بد یار پر تا او ستا ایمان وار کوي.
انسان که وغواړي که ونه غواړي تأثیر منوونکی دی، لکه څنګه چي اروا پوهان وایي: د انسان نفس داسي ماهر غل دی، چي ناخوښه صفات په ناخبرۍ کي له خپلو ملګرو څخه غلا کوي؛ او دا حقیقت هم له علمي اړخه او هم له عادي تجربوي اړخه او د حسي کتنو څخه تثبیت سوی دی.

څه وخت، چي اوبه په خپل ټولي نرمۍ سره پر ډبرو خپل اثر پرېښودلای سي او یا هم قوي او یخه اوسپنه، چي د اور سره یو ځای کېدو په حالت کي ویلي کېږي او هر شکل او چوکاټ قبلولای سي، نو څنګه به د انسان روح د خپلي نرمۍ سره؛ د ملګري د چلند او کړنو تر تأثیر لاندي رانسي؟

کله- کله د انسان په بد مرغۍ کي؛ بد ملګری تر هر عامل مهم رول لري او هغه د پاتي کېدو او نیستۍ له پولي ور اړوي او د تل لپاره یې د پېښمانۍ لامل ګرځي او د قیامت په ورځ به یې د پښېمانۍ او افسوس ګوته په غاښ نیولې وي او د پښېمانۍ اظهار به کوي او وایي به چي زه مې ملګري د هدایت او نېکمرغۍ له لاري څخه بې لاري کړم، ما ته خبرتیا راغلې وه او د نېکمرغۍ چینه زما په څنګ کي بهیدله، مګر دغه بې ایمانه او فاسد ملګري زه د اب حیات د چینې له غاړي څخه تږی ستون کړم او زه یې د بد مرغۍ په څپو ور ګډ کړم او زه یې تېر ایستلم.

اللهﷻ په قران كريم كي فرمايي:
وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلٰى يَدَيْهِ يَقُولُ يٰلَيْتَنِى اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا۝ يٰوَيْلَتٰى لَيْتَنِى لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا۝لَّقَدْ أَضَلَّنِى عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَآءَنِى ۗ وَكَانَ الشَّيْطٰنُ لِلْإِنسٰنِ خَذُولًا [ الفُرقان :۲۷/۲۹]

ژباړه: ظالم انسان به خپل لاسونه چيچي او وايي به: “كاشكي ما د پېغمبر ملګرتيا کړي واى؛ هى زما بده بخته، كاشكي ما فلانى سړی په دوستۍ سره نه واى نيولى، هغه تير ايستلم، هغه نصيحت مي ونه مانه چي ما ته راغلى ؤ. شيطان د انسان په حق کښي ډېر زيات بې وفا غولوونكى ثابت سو.”

له دغه ایت څخه معلومېږي، چي که چیري خلک خپل سر ته پرېښودل سي، نو الهي حقیقونه منلای سي، مګر شیطان صفته خلک دوۍ تېر باسي او د حقي لار څخه یې اړوي.

په حدیث شریف کي راغلي، چي رسول اللهﷺ فرمایي: (إِنَّمَا مَثَلُ الجَلِيسِ الصَّالحِ والجَلِيسِ السّوءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِير، فَحَامِلُ الْمِسْكِ إمَّا أنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً، وَنَافِخُ الكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً) (أخرجه البخاري و مسلم عن أبي موسی الأشعری)

ژباړه: یعني د ښه او بد ملګري مثال د عطر پلورونکي او بنۍ وهونکي(اهنګر د هټۍ) دی، لومړی به یا خو څه عطر درکړي، یا به يې ور څخه وپیرې او یا به لږ تر لږه ښه بوی خو ورسره ومومي. او د بنۍ وهونکي به یا خو د اور بڅرکي در والوزوي؛ جامې به در وسوځوي او یا لږ تر لږه چټل او متعفن بوی خو به یې درباندي ولګیږي.

د خیر لوري ته لارښوونه او له شر څخه د ځان ساتلو په بدل کي به تا ته علم نافع او ښه خبره در په برخه سي. د اللهﷻ نښي نښانې به تا ته در وښي او تا به له خپلو عیبونو خبر کړي او ستا قدر او مقام به هم لوړ کړي او ستا غوښتني به هم پوره کړي، په همدې ډول به بغیر له اللهﷻ څخه بل چا ته ضرورت نلرې. که چیري د اللهﷻ دیدار در په زړه کړې، نو د نېکو اعمالو لوري ته مخ وګرځوه او څه وخت چي د اللهﷻ له نیولو څخه و وېرېدې، نو له بدیو له خلاصون ومومې.

د ګناهونو د پرېښودلو توان چي لرې، نو هغه پرېږده او پر خپلو ګناهونو بخښنه او استغفار وغواړه. د هري بدۍ خوا ته چي دي زړه کېږي، له هغې ځان وساته.

صالح ملګری دي له نېمګړتیاوو راباسي او عیبونه دي له نورو څخه پټوي او که چیري د خیر لوري ته مخ واړوې، نو تا تشویق کوي او ځان هم له تا سره شریک کوي. او که چیري ناروا الفاظ پر ژبه راوړې او یا د یو ناروا کړني مرتکب سې، نو تا له هغه څخه راباسي او زړه او ژبه دي له هغو څخه پاکوي او که چیری ګناهکاره واوسې، نو تا وبخښني او استغفار ته تشویقوي. او کم تر کمه هغه نېکي چي د نېک ملګري څخه په لاس راځي؛ هغه دا ده، چي د هغه په خاطر او یا په نیکو کارونو کي د هغه څخه په مخکي والي کي ته له بدیو څخه ساتل کېږي.

مګر بد ملګری که څه هم ته له هغه سره په بدۍ کي هیڅ لاس نه لرې، مګر په خپله اندازه د هغه په بدۍ کي برخه لرې. که چیري له هغه سره حتی د یوې کلمې په اندازه هم ملګرتیا وکړې، نو د هغه سره شریک شمېرل کېږې او که چیري چوپتیا هم اختیار کړې، نو دا د رضایت علامه ده.

ځیني وختونه بد او فاجر ملګری له تا څخه قوي وي او نه سې کولای، چي هغه را وګرځوې. نو غوره دا ده، چي له هغه څخه لېري والی اختیار کړې، تر څو د هغه سره د هغه په بدۍ کي شریک نه سې.
د شر په غونډو کي د ډول- ډول خلکو غیبت او بدي بیانېږي او لعنت او هره فاحشه خبره او لهو و لعب تر سره کېږي.

په قران کریم کي راغلي:
وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِىٓ ءَايٰتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتّٰى يَخُوضُوا فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦ ۚ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطٰنُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرٰى مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِينَ [ الاٴنعَام : ۶۸]

او [اې محمدهﷺ!] كله چي ته هغه خلك وینې، چي زموږ په ايتونو کښي نقطې لټوي، نو د هغو له څنګ څخه پاڅېږه، تر دې پوري چي هغوى دا بحثونه پرېږدي، په نورو خبرو پېل وکړي. او كه كله شيطان تا په هېره کښي واچوي، نو چي څه وخت دا خطا احساس کړې، له هغه وروسته بيا ددې ظالمانو څنګ ته مه کښېنه.

بد ملګری زهر خوړل دي، تل ګناهونو ته بلونکی وي او له هر چا سره چي ملګری وي، نو د هغه پر وړاندي د شر او فساد ور را پرانیزي او خپل ملګرو ته ګناهونه ښایسته کوي او هر فساد چي د انسان په ذهن کي هم نه وي، هغه ورته یادېږي او څوک، چي د بخښني نیت ولري، نو هغه د خپلي لاري اړوي.
په حدیث شریف کي راغلي “الْمَرْءُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلْ ” . رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ.
چي رسول الله ﷺ فرمایي: سړی د خپل ملګري په لاره روان وي، نو تاسو هر یو وګورئ چې له چا سره مو ملګرتیا ده!؟

ملګری د انسان هویت دی. کولای سې، چي انسان د هغه د ملګري څخه وپېژنې.
که چیري انسان له ښو خلکو سره کښېنستۍ او ولاړېدۍ، نو د هغو په سبب و خپل څښتن ته قائمېږي. او که چیري له بدو خلکو سره یې کښېنستۍ او ولاړېدۍ، نو د هغو په سبب به د بد مرغۍ کندي ته لوېږي.
په حقیقت کي دا هیڅ د منلو خبره نه ده، چي پاک او عفیف انسان دي له بد خلکو سره نږدې پاتې شي او په هغو دي و ویاړېږي.

څه وخت چي انسان د یو چا دوست جوړېږي، نو بې له غوښتني خپل ارزښت تعینوي.
یو شاعر وایي:
عَنِ الْمَرْءِ لاَ تَسْأَلْ وَسَلْ عَنْ قَرِينِهِ
فكُلُّ قَرِينٍ بِالْمُقَارَنِ يَقْتَدِي

ژباړه: د سړي پوښتنه مه كوه، بلکي د ملګري پوښتنه یې كوه؛ ځكه چي هر څوک د خپل ملګري پر قدمونو پلونه ږدي.

په قران کریم کي راغلي:
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا ۖ [الکهف : ۲۸]

ژباړه: او خپل زړه د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه کړه، چي د خپل روزونكي، پالونکي او واكوال د خوښي غوښتونكي، سهار او ماښام هغه ته بلنه وركوي. او له هغو څخه هیڅكله سترګي مه اړوه. ايا ته د دنيا ښکلا خوښوې؟

انسان باید له هغه کس سره ناسته او ولاړه ولري، چي هغه یې د پر مختګ او د خپل څښتن لوري را وبلي.

د خدای څخه د وېرېدونکو کسانو سره ملګرتیا کي انسان یو خاص معنوی ارزښت تر لاسه کولای سي.
همداسي کله به چي صحابه کرام رضوان الله اجمعین د رسول اللهﷺ په حضور کي وو، نو یو داسي حالت کي به وو، چي څه وخت به خپلو بچیانو او کورنۍ ته ستانه سوه، نو بیا به یې هغه حالت نه وو، چي په دې اړه رسول اللهﷺ فرمايي: ژباړه: که چیري پر هماغه حالت کي، چي زما وړاندي یاست، قائم پاته سئ، نو ملائکه به له تاسو سره روغبړ وکړي او ستاسو په کورونو کي به ستاسو لیدنه کوي.
د رسول اللهﷺ له دغه وینا معلومېږي، چي صحابه کرام رضوان الله اجمعین به د رسول اللهﷺ په حضور کي یو خاص حالت درلودی او هماغه ډول حالت اوس په مسجدونو او د اللهﷻ د ولیانو په ناسته او ملګرتیا کي پیدا کېږي.
په حدیث شریف کي راغلي:
لا تُصَاحِبْ إِلا مُؤْمِناً، ولا يأكُلْ طَعَامَكَ إِلا تَقِيّ» (أخرجه أبو داود والترمذي عن أبي سعيد الخدري)
ژباړه: ملګرتیا یوازي له کامل مؤمن سره کوه.کافر، منافق او فاسق سره یې مه کوه او د ډوډۍ دعوت یوازي پرهېزګار ته کوه، چي ستا په غذا د اللهﷻ عبادت وکړي، نه فاسق ته چي ستا په غذا د ګناهونو لپاره قوت ترلاسه کړي.

بد لاري ملګری کولای سي، چي د ملګري په معتقداتو حمله وکړي او هغه به د محرماتو او منکراتو انجامولو ته را وبلي.

انسان په طبیعي ډول د خپل ملګري له کړونو، اخلاقو او عاداتو څخه متأثره کېږي.

په دې اړه رسول اللهﷺ فرمایی: المرء علی دین خلیله فلینظر احدکم من یخالل
ژباړه: هر څوک د خپل ملګري په دین دی، نو تاسو کې دي هر څوک وګوري چي د چا سره ملګرتیا کوي؟
انسان ته د بد ملګري لیدل د ګناه او معصیت یادونه ده. بد ملګری یو نښولونکی پل دی، د یو بل چا د بد لارو خلکو سره.

بد ملګری له سړي څخه خپل عیبونه پټوي او تېروتني یې ښه ورته ښکاره کوي او د ګناه لویي یې له زړه څخه باسي. د بدو خلکو سره ناسته او ملګري انسان د نېکانو او صالحینو له ملګرۍ څخه محروم کوي او د خیر او اصلاح کارونه ور څخه پاته کوي.

د بدو خلکو په اکثره مجلسونو کي د اللهﷻ ذكر موجود نه وي، لهذا همداسي مجلسونه د انسان د پېښمانۍ او د قیامت په ورځ د افسوس سبب ګرځي.

د بدو خلکو سره ناسته، د عمر ضایع کول دي، چي اللهﷻ به د هغه حساب را سره کوي.

پس نو عقلمند او هوښیار شخص، چي د دنیا او اخرت د نېمکرغۍ په لټه کي وي، باید له داسي خلکو څخه ځان وساتي او د همداسي خلکو د ناستي څخه دي ځان لیري ګرځوي.