افغانستان

نادري: په ټاکنو کې ډېرشکایات د کمیسیون د کارکوونکو اړوند ثبت شوي دي

د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون مسوولین وايي، چې د دویم پړاو ټاکنو اړوند د ثبت شويو شکایاتو ډېره برخه د ټاکنو د کمیسیون د مسوولینو اړوند ده. د ټاکنو د شکایاتو  د کمیسیون ویاند نادر محسني پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، چې تراوسه پورې ۵۶۸ شکایات ثبت شوي دي، چې ۱۴۱ يې د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکي اړوند دي.

د ټاکنو د ورځې له پای ته رسېدو سره سم د شنبې د شپې په دوولس بجې د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون د شکایاتو د ثبت لړۍ روانه کړه، چې د دوشنبې د شپې تر دوولس بجو يې دوام وکړ، چې تېره نیمه شپه يې وخت تمام شو.
د نادرمحسني له قوله په ثبت شويو شکایاتو کې ۲۲۸ په ولایاتو او ۳۴۰نور يې په مرکزي دفتر کې ثبت شوي دي. د نوموړي له قوله د شکایاتو نوره ډېره برخه د زورواکو مداخله، د مشخص نوماند د پلویانو له خوا ګواښونه، کورونو ته د صندوقونو د وړلو او د ګوتې د رنګ د پاکېدو له امله شوي دي. پر دې سربېره په ځینو محلونو کې کم عمره ماشومانو هم رایې ورکړې دي او یا هم ځینو کسانو دوه ـ درې ځله رايه ورکړې ده.
د شکایاتو د کمیسیون د مسوولینو له قوله نن سه شنبه به د شکایاتو پلټنه او څېړنه پیل شي او تر لسو ورځو به دوام وکړي. له لسو ورځو وروسته به دوو نوماندانو ته ۷۲ ساعته وخت ورکړل شي، چې خپل اعتراضات وړاندې کړي.
د شکایاتو کمیسیون مسوولین وايي، چې که څه هم د وري د شپاړلسمې په پرتله شکایات کم ثبت شوي دي، خو دا باید د کم تقلب په معنی وانه خیستل شي.
دا په داسې حال کې دی، چې د ټاکنو په ورځ له بېلابېلو ولایاتو د اربکیانو او زورواکو له خوا د ګواښونو او بریدونو خبرونه خپاره شول. یاده دې وي، چې په ډېرو ولایاتو کې بې له دې چې ټاکنې وشي، صندوقونه ډک شوي دي.
د چارو شنونکي پر دې اند دي، چې ښايي د پایلو منل؛ ناکام نوماند ته سخت واوسي او د دې لپاره چې بریالی نوماند د اخ و ډب مخه ونیسي، ممکن ناکام نوماند ته د هغه په خوښه ځينې مهم وزراتونه وسپاري. او په پايله کې به راتلونکی دولت هم د حامد کرزي د دولت یوه کاپي واوسي، چې ښايي په فساد کې خپل لومړی مقام وساتلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x