fbpx

د سرطان په مخنیوي کې لیمو غوره وسله ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۷ل): د لیمو استعمال د نړۍ په یو شمېر خوړو کې کیږي، یو شمېر ګټې لري، آن دا چې د دواخانې لقب هم ورکړل شوی، د خوړو خوند برابرولو ترڅنګ د شربت او نور څښاک لپاره هم استعمالیږي، خو آیا دا مو اوریدلي وي چې لیمو او پوستکی یې د سرطان په مخنیوي کې لکه وسله داسې ګټه کوي؟

د روغتیایي متخصصینو په وینا لیمو د هر رنګه وایرسونو تضاد دی، په دې کې له دولس ډولو څخه زیات داسې اجزا او توکي شتون لري چې د یوې نه یوې لارې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

همدا ډول ددې پوستکی هم د سرطان مخنیوي لپاره ډېر ګټور دی، ددې د اوبو تروشوالی د بدن اړینې اوبه بشپړوي او د وزن په کنټرول ساتلو کې مرسته کوي.

د لیمو پوستکی په طبیعي ډول د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کولو توان لري، په همدې ډول د انسان بدن ته د سرطان په څېر ناروغیو سره د مبارزې کولو توان ورکوي، د طبي متخصصینو په وینا په لیمو کې دوه ویشت نورې داسې توکي شتون لري چې د یوې نه یوې لارې د سرطان ناروغۍ مخه نیسي.

د ایکسپریس اوردو ورځپاڼې د راپور سره سم د ایریزونا پوهنتون د سرطان په مرکز کې یو کوچنۍ څيړنه ترسره شوې، په دې څیړنه کې ۴۳ داسې ښځې شاملې وې چې په دوی کې ددغې څیړنې نه وړاندې د سینې سرطان موجود و، د درملنې او عملیاتو نه ۳-۴ اوونۍ وړاندې دوی ته هره ورځ دوه ګرامه ډي لیمونین D limonene (دا یوه ماده ده چې په لیمو کې په پراخه توګه موندل کیږي) ورکړل شول.

ددغو میرمنو په سینو کې د سرطان هغه باکتریايي ماده چې بایو مارکرز «biomarkers» ورته ویل کیږي، په پورتني عمل ترسره کولو سره ۲۲ سلنه کمښت وموند، چې په کې د سرطان راپیدا کولو ماده «Cycleine de Vincent» هم شامله وه.

په همدې اساس متخصصین وايي که چیرې میرمنې د لیمو استعمال په منظمه توګه وکړي، کولی شي د سینې سرطان مخه ونیسي او ۵۰ سلنه یې راکم کړي.

څیړونکو ددغې معلومولو څخه قاصره دي چې څنګه په لیمو او پوستکي کې یې شته دغه توکي د سرطان مخنیوی کوي، خو وایي د نورو ګټو ترڅنګ د سرطان په مخنیوي کې هم بې شمېره ګټې لري.

همدا ډول د لیمو یو شمېر نورې ګټې دي، هر هغه چاته ګټور دی چې خوب یې نه وي، په نهاره اوبو کې څښلو سره د بدن څخه زهرجن مواد خارجوي، ډول ډول مکروبونه وژني، په ګرمو اوبو کې يې څښل هاضمي سیستم ښه کوي، په چای کې څښلو سره د ډول ډول ناروغیو مخه نیسي، وزن کمولو کې مرسته کوي او که څوک په همیشه ډول د لیمو اوبه څښي د خولې بدبويي یې نه رامنځته کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د