د وزن کمولو لپاره یو بله اسانه نسخه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل): په عام ډول د ډاکټر لخوا تقریبا هر ناروغ ته د وزن کمولو مشوره ورکول کیږي، په ځانګړي ډول ځینې هغه ناروغان چې چاغوالی ورته مرګونی ثابتیږي، نو د مخنیوي لپاره یې له څو ډوله لارو کار اخیستل کیږي.

لومړی د وزن کمولو لپاره غوره نسخه مناسب ورزش کول دي، ورپسې بیا په منظمه او ترتیبي توګه نور خوراکونه کمول دي، چې په اړه یې ځانګړی فکر کول غواړي، او د ورځیني روټین جوړول غواړي.

ځینې وخت په وزن کمولو کې انسان له هرې تجربې تېر شي خو هیڅ ګټه ورنکړي، او بیا یې هم وزن پخپل حالت کې وي، چې ډیر یې په اړه اندیښمن وي، ځکه چاغوالی بدن کې د ناروغۍ رامنځته کولو بنسټ دی، او په ځانګړي ډول هغه ناروغۍ چې مرګ ګواښونکې ثابتیږي.

دلته یوه داسې اسانه نسخه درښایو چې تاسو یې په عملي کولو کولای شئ وزن کم کړئ، له دغې نسخې څخه به خوند هم واخلئ او د وزن په کمولو کې درسره مرسته هم کوي.

دا په اصل کې داسې څښاک دي چې تاسې به یې خپله جوړوئ، او ددې لپاره لاندې شیانو ته اړتیا ده:

لومړی: اناناس، نیم ګیلاس د اناناس اوبه

دویم: سرکه، یوه کاشوغه سرکه

درېیم: لیمو، یوه کاشوغه د لیمو اوبه

څلورم: اوبه، نیم ګیلاس اوبه

پنځم: celery اجوائن (یو ډول سابه دي چې هم اومه او هم پاخه خوړل کیږي)، لږه اندازه (د مسواکۍ او مټې ګوتې ترمنځ چې څومره اندازه راځي)

شپږم: تور مرچ، لږه اندازه (د مسواکۍ او مټې ګوتې ترمنځ چې څومره اندازه راځي).

دغه ټول شیان به په یوه لوښي کې ګډ کړئ بیا به یې په جوسر/مکسر کې واچوئ، ښه به یې ګډ کړئ او بیا یې په هماغه وخت کې وڅښئ، په یخچال/فریج کې له کېښودو یې ځان وژغورئ!! خو په یاد ولرئ چې دغه څښاک څو څو ځله تکرار کړئ، په یو ځل څښلو هیڅ شی سمدلاسه اثر نه کوي.

د وزن کمولو لپاره ۷۰ سلنه نسخې د خوراک منظمول استعمالیږي، چې کوم خوراک په کوم وخت کې وخوړل شي او له کوم څخه ځان وژغورل شي، او کوم په کوم ډول وخوړل شي، ددې لپاره یو ځانګړی روزمره روټین غوره کړئ او پر هماغې عمل وکړئ!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

په ڼن ټکی اسیا. کی می څو ځله د وزن کموالی په باره کی لیکنی ،ولیدلی،فکر می وکړل چه رشتیا ټول خلک چاغ شوی ،او اوس ځانونه کموی خو کمیږی نه،هغه بله ورځ خوست ښار ته ولاړم چه وګورم ،چه رښتیا خلک چاغ شوی کنه؟په یوه ګو شه ځای کی ودریدم.او خلک می ترنظر لاندی تیرول .ډیر خلک می وکتل خو په پوه نه شوم چه ایا دا رښتیا چاغ دی کنه؟اخر می له یوه سړی څخه پوښتنه وکړه چه وروره دا خلک چاغ دی کنه؟هغه سړی له سر څخه تر پښی پوری راته وکتل او راته یی وویل،چه وروره.لیونی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

دا خبره ناسمه ده ، چه افغانستان کی څوک چاغ نشته خو یو شمیر غلامان که چاق وی او په هغه کچه چاق شوی چه د چاقي ناروغیو ته ننوتی د خون فشار په ناروغیو اخته دی ځینی یی د ډیرو عیاشیو او فحاشیو په لویو نشو ، زنا کاریو او نشه توکو روږد شوی شپی په عیاشیو او فحاشیو کی بی خوبه او غرمه له خوبه پاڅی . په مرمی ضد ګاړو ، او دخارجی او داخلی باډی ګاردانو په بدرګه او ساتنه دفترو او د کنفرانسو ځای ته راځی مخکی چوکی ورته ځآنګړی شوی ګلان ورته په میزو… نور لوستل »