آی پي ایل: تاریخي سیالۍ، دوه افغان لوبغاړي د یوه بل پر وړاندې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې به نن ماښام یوه داسې تاریخي لوبه ترسره شي چې دوه افغان لوبغاړي به د یوه بل پر وړاندې سیالۍ کوي.

دغه لوبه چې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې په کوربه توب د سنرایزز حیدر اباد پر وړاندې نن ماښام (۱۹ اپریل) په ۷ بجې د ایس بیندرا موهالي لوبغالي کې ترسره کیږي، د راشد خان او مجیب ځدراڼ لوبډلې مخامخ کیږي، چې په لومړي ځل به په کې دوه افغان لوبغاړي مخامخ شي.

مجیب ځدراڼ چې له محمد نبي او راشد خان وروسته درېیم افغان لوبغاړی دی د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي، ښه پېل وکړ، نوموړی د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا لوبیږي، چې پخپله ځانګړې توپ اچونه یې د مبصرینو او کرېکټ چارواکو پام ځانته کړ، نوموړی اوس د لوبې حساس لوبغاړی بلل کیږي.

بلې خواته د نړۍ غوره سوکه توپ اچونکی راشد خان دی، چې له پخوا ددغو سیالیو تجربه هم لري، یو ځل بیا په روان پړاو کې ښه پېل وکړ، او پخپله لومړۍ لوبه کې یې د زیاتو توپونو میس کولو ریکارډ هم پخپل نوم کړ.

د سنرایزز حیدر اباد او کینګز الیون پنجاب لوبډلو ترکیب په لاندې ډول دی:

دواړه لوبډلې په موهالي لوبغالي کې چې د پنجاب کوربه لوبغاړی دی، څلور وارې مخامخ شوي او څلور واړه لوبې د راشد خان لوبډلې ګټلې دي، او همدا ډول ددوی تر منځ تیرې شپږ لوبو کې هم سنرایزز لوبډله ګټونکې ده.

همدا ډول د پنجاب لوبډلې ستر توپوهونکی کریس ګیل چې په تېره لوبه کې ښه وځلېد د سنرایزز په وړاندې ښه اوسط نه لري.

مجیب ځدراڼ او اشوین پخپله تېره لوبه کې غوره توپ اچونه ترسره کړه چې مورال یې لوړ او ډاډه دي، او د اشوین لخوا په پېل کې پر مجیب تکیه کول هم د مخالف لوبډلې لوبغاړي له سخت فشار سره مخ کړي دي.

تېره ورځ د چینايي لوبډلې سره له سیالۍ وروسته ددوی مشر ایم ایس دهوني ویلي وو چې اسانه نه ده د مجیب هر توپ دې ولوبول شي او یا پرې شاټ ووهل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د