افغانستان

په ټاکنو کې امنیتي ځواکونه بې وسه او ملامت وبلل شول

د ټاکنو د یو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانو په پکتیا کې امنیتي ځواکونه د ټاکنو په ورځ ملامت وبلل. د یاد نوماند پلویانو پرون په یوه ناسته کې په دې ولایت کې مسوول امنیتي ځواکونه پر دې پړ او ملامت وبلل چې هم يې د ټاکنو امنیت نه شوای خوندي کولای او هم يې د یو مشخص نوماند لپاره يې خلک په زور رایو ورکولو ته اړباسل.

د ناستې ګډونوالو امنیتي مسوولین د پکتیا ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې بې وسه وبلل او د ګډونوالو په خبره امنیت يې خوندي نه شوا کړای. د ناستې ګډونوالو امنیتي مسوولین په پټان، زرمت او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې کمزوري، بې وسه او په دفاع کې پاتې وبلل. طالبانو تر ټاکنو وړاندې پخپل یو پیغام او یو خبرداري کې ويلي وو، چې عام ولس باید د حمل د شپاړلسمې په څېر له ټاکنو غوڅ پرېکون اعلان کړي او د طالبانو لا ملاتړ وکړي. دوی د ټاکنو په ورځ په پکتیا کې د شپږ دېرشو بریدونو خبر ورکړ چې په خبره يې ډېر يې په ولسوالیو کې شوي دي او د ټاکنو پروسه يې غوڅه تم کړې وه.

د چارو د شنونکو له انده په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د بې وسۍ تر ټولو لوی علت ښايي دا وي، چې هغوی پوهېدلي چې دوی په نظام کې یواځې د یوې وسیلې حیثیت لري، ځکه خو باید خپل سرونه د څو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره قرباني نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x