نظــر

د کارمل له فتوی د نیکولسن تر دیني فشارونو

خالد افغان زوی

دا څه موده کیږي، په رسنیو کې په اندونیزیا کې د دیني عالمانو د غونډې جوړیدلو خبرې اوریدل کیږي. خبره له هغه وخته راپيل شوه کله چې څه موده وړاندې د اندونیزیا ولسمشر کابل ته په سفر راغی او او له اشرف غني او امریکایي چارواکو سره یې ولیدل. له هغه وروسته رسنۍ وایي چې په اندونیزیا کې به د اسلامي نړۍ د عالمانو یوه داسې غونډه جوړه شي چې په افغانستان کې د امریکا پر ضد روان جهاد په خلاف به شرعي فتوی صادره کړي.

که څه هم د اندونیزیا غونډه اسلامي امارت د یوه مدللې او قانع کوونکې اعلامیې په صادرولو سره له چینلج سره مخ کړې او د اسلامي نړۍ ډیر عالمان یې د دې غونډې په ماهیت پوه کړي چې اوس په مسلسل تاخیر سربیره د دې غونډې د یومخ معطل کیدو احتمال هم رامنځته شوی دی، ځکه چې د اسلامي نړۍ نږدې ټولو حقیقي علماء کرامو ترې مخ ګرځولی او له ورتګ څخه یې انکار کړی، خو بیا هم دا چې دا غونډه د دیني علماوو او پوهانو په عنوان جوړیږي شاید د ځینو لپاره د سوال او اندیښنې ځای وي او د غونډې لخوا د جهاد ضد فتوی صدور به د جهاد د حقانیت په اړه شک پاروونکي ګڼي.

اما حقیقت دا دی چې دغسې تش په نوم دیني غونډې کوم واقعي دیني ماهیت نلري، بلکې تنها و تنها د سترو غاصبو قدرتونو د هغو استخباراتي پلانونو برخې دي چې غواړي اسلامي خوځښتونه له مختلفو جهاتو تر فشار لاندې ونیسي او د مبارزې د حقانیت په اړه یي شکونه خپاره کړي.

د اندونیزیا د غونډې په اړه که څه هم له پیل نه شکونه موجود وو اما اصلي ماهیت یې د تیرې مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه امریکایي جنرال نیکولسن د یوه خبري کانفرانس په مهال روښانه کړ. په افغانستان کې د امریکایي قواوو مشر جنرال نیکولسن په کابل کې د یوې خبري غونډې په مهال رسنیو ته وویل چې امریکا پلان لري په را روان کال کې په طالبان مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړه موږ غواړو په طالبانو پوځي، سیاسي او حتی مذهبي فشارونه راووړ تر څو له جنګه لاس واخلي، نیکولسن د مذهبي فشار یوه نمونه د اندونیزیا غونډه وبلله او څرګنده یې کړه چې په دې غونډه کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او د هغوی د مبارزې مشروعیت به له دینې اړخه چیلنج کړي. د نیکولسن له دې خبرو په بشپړه توګه ثابته شوه چې اصلا ددیني عالمانو په نوم دغسې غونډې او منډې چې کله په جده او که په اندونیزیا کې منعقدې کیږي، له لویه سره امریکایي پلانونه دي چې غواړي خپلو اشغالګرانه هڅو ته ترې مشروعیت ترلاسه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا امریکایان به وتوانیږي د داسې غونډې په تدویر سره د روان مقدس جهاد مشروعیت چیلنج کړي؟؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره ښه ده چې څو لسیزې شاته لاړ شو او د یوې پخوانۍ تجربې یادونه وکړو.

همدا اوس زما په وړاندې د ببرک کارمل د کمونیست رژیم د همداسې یوې غونډې د ویناوو او فتواوو ټولګه پرته ده چې د شوروي اشغال د اوج په کلونو ۱۳۶۲ هـ ش کال کې په کابل کې جوړه شوې ده او د کمونیست رژیم په مشروعیت او د یرغل په مهال د هغه وخت د سرتاسري جهاد په بغاوت ثابتولو یې مفصل دلائل ویلي دي.

له دغې رسالې څخه ښکاري چې هغه وخت هم کله چې په شوروي یرغلګرو او داخلي کمونیست رژیم باندې د جهادي حملو فشار زیات شو، نو بیرته یې هغه اسلام ته مخ وګرځاوه چې تر دې پخوا یې د بیخ ایستلو قطعي اراده کړې وه. کمونیستانو د دیانت تظاهر شروع کړ او د دیني عالمانو د کانفرانسونو ، غونډو او شرعي فتواګانو د صدور لړۍ یې پیل کړه چې دغه چارې یې د شؤون اسلامي په نامه د یوې ځانګړې حکومتي ادارې لخوا پر مخ وړل کیدلې.

د کارملي علماء دغه غونډه چې نه یوازې د افغانستان کمونیستو تش په نوم عالمانو په کې شرکت کړی بلکې د شمالي، یمن، قزاقستان، هند، قففاز او ځینو نورو کمونیسي هیوادونو درباري عالمانو هم په کې شرکت کړی او په دې باندې یې فتوی صادره کړې چې په افغانستان کې د شوروی یرغل په پایله کې رامنځته شوی د ببرک کارمل نظام بشپړ اسلامي نظام دی او په وړاندې یې مقاومت له شرعي اړخه بغاوت بلل کیږي.

د کارملي فتوی په یوه برخه کې راغلي:  (ما علماء این مجلس به صراحت و تاکید اعلام میداریم که: اهداف انقلاب ملی و دموکراتیک ثور در کشور ما با موازین و اصول دین مبین اسلام مطابقت کامل دارد و در راه تحکیم بنیاد عدالت اجتماعی که خواست برحق خداوند و بندگان حق پرست اوست، پیکار برحق و رهنمایی و جهاد میکند. این است استنتاج ما و این است فتوای شرعی اسلامی ما.)

خو د شورویانو او کارملي رژیم دغه فتوی او د علماوو په عنوان غونډې او مجالس که څه هم هغه وخت به یې رسنیزه انګازه ډیره و، خو په نهایه کې په دې ونه توانیدل چې د ثور انقلاب او شوروي یرغل ته اسلامي رنګ ورکړي او بالمقابل د مسلمان اولس برحق جهاد بغاوت ثابت کړي. زموږ اولس  په دغسې فتواګانو او د کمونیست رژیم د شوؤن اسلامي په ډرامو ونه غولید. خپل جهاد ته یې دوام ورکړ تر څو یې کمونیست حاکمیت راوپرځاوه.

په اوس وخت کې چې امریکایي جنرال نیکولسن په طالبانو د دیني فشار واردولو په مقصد یو ځل بیا ددغسې غونډو او د علماء سوء د مجالسو اراده لري. فکر نه کیږي چې مطلوبه نتیجه به ترلاسه کړي.زموږ ملت تر پخوا ډیر ویښ، دراک او هوښیار دی، د یرغل په وړاندې جهاد یې د کومې جذباتي پریکړې له مخې نه بلکې په شعوري ډول د دیني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په موخه پیل کړی دی.

بله دا چې زموږ د اولس رهبري دبرحق علماء کرامو په لاس کې ده، او علماء کرامو همیشه په ټولو اساسي موضوعاتو داولس اذهان روڼوي او د مسائلو په ماهیت یې پوه کوي. اوسنی جهاد چې د امریکایي ظالمانه یرغل په مقابل کې پیل شوی دی او دا دی اوولس کاله یې پوره کیدونکي دي، یوازې هغه وخت پای ته رسیدلی شي چې راغلي یرغل په بیرته زموږ له هیواد څخه ووځي. له دې نه بغیر فکر نه کیږي چې نیکولسن دې د جعلي او تزویري فتواګانو په زور دغه جګړه وګټي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x