افغانستان

کاپیسا: د طالبانو په کمین کې د تګاب د سرپرست امنیه قومندان زړه ودرید

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي د سرپرست امنیه قوماندان معاون عبدالقدیر له طالبانو سره د مخامخ برید په حال کې زړه ودرید او ځای پرځای ومړ.
د کاپیسا ولایت چارواکي مني، چې د تګاب ولسوالي سرپرست امنیه قومندان له طالبانو سره د برید په مهال د زړه د درېدو له امله ومړ.

د کاپیسا امنیه قومندان مل پاسوال فقیر احمد صدیقي وايي چې د تګاب ولسوالي د سرپرست امنیه قومندان معاون عبدالقدیر تېره شپه د طالبانو له یوه کمین سره مخ شو، چې یو ناڅاپه يې زړه ودرید او ومړ.
د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې د معاون عبدالقدیر جسد دوی لیدلی دی، چې ډزو لګیدلی وو.
طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي، چې معاون عبدالقدیر د دوی په ډزو لګیدلی اوکه يې د پېښې په ځای کې زړه دریدلی دی.
یاده دې وي، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي یو له هغو ولسوالیو څخه ده،چې د اوسېدونکو په قول يې ټاکنې ورپکې نه دي شوي او ولایت او دولسوالي تعمیر ته غزېدلې لارې طالبانو بندې کړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x