beauty of moon

نا اشنا خوب او عبرتناک تعبیر

ژباړه:سیداحمد روحاني

یو سړی وو چي همېشه به یي ددې مینه درلود ه چي په صحراګانو او ځنګلونو کي سیل او تفریح وکړي، ترڅو له ګلورین طبیعت،ښایسته ونو، شنه چمنونو او د صحرا له ارام او هوسا ژوند نه خوند واخلي، همدارنګه د مارغانو اوازونه واوري او د ښایسته ګلونو له بوی څخه خوند واخلي.

یوه ورځ یي کله چي په یوه ځنګل کي قدم واهه او له یادو منظرو څخه یي خوند اخیست، ناڅاپه یي یو اواز واورید، سړي سمدستي دشا لور ته وکتل، ویي لیدل چي یو لوی زمری چي د وحشت او لوږي نښي پکښي ښکاريدې، په تیزۍ دده په لور منډي را وهلي.

سړي هم په چټکو منډو پیل وکړ، او زمری له شا نه ورپسې وو.

کله چي زمری سړي ته ورنیژدې شو او نیژدې وه چي راګیر یي کړي، په دې وخت کي سړي یوه ژوره څاه ولید او سمدستي یي ځان ور ایله کړ.

څاه ته د لوېدلو په وخت کي یي لاسونه د څاه په رسۍ پوري کلک ونیول، او سړی د څاه په تشه فضا کي یوې بلې خواته زنګېده.

کله یي چي لږ دارام ساه واخیسته او وېره یي ختمه شوه، په دې وخت کي یي د څاه په تل کي د یو لوی مار تند پښهار واورېد.

سړی په دې سوچ کي شو چي څنګه ځان لاندي له مار، او پورته له زمري څخه چي دده انتظار کوي، وژغوري.
سړي په دغه وخت کي دوه موږکان ولیدل چي یو سپین او بل تور دي، او په رسۍ باندي پورته روان وو چي بیا دواړو د رسۍ په خوړلو پیل وکړ.

سړي د رسۍ د غوڅېدلو او لاندي د مار ژامو ته د لوېدلو له ډاره په فریادونو پیل وکړ، او د موږکانو د غورځولو لپاره يي رسۍ په زوره زوره خوځوله.

سړی چي په څاه کي یوې بلې خواته زنګېده، لاس یي له یو سریښناک څیز سره ولګېد، وپوهېد چي شات(عسل)دي(د شاتو مچۍ اکثره وخت په غرونو ونو همدارنګه په غارونو او څاګانو کي ځالي جوړوي).

سړي د شاتو د خوږوالي له کبله خپل سخت حالت هېر کړ، او دشاتو په خوړلو یي پیل وکړ، چي ناڅاپه له خوب څخه را ویښ شو.

سړي ته چي دا خوب ډېر وېرونکی وو، نو لازمه یي و بلله چي سهار ته له یوه عالم څخه د خپل خوب تعبیر وپوښتي، په سهار باندي لاړ او خپل خوب یي عالم ته تېر کړ.

عالم ورته وویل: ایا ددې خوب په معنا نه پوهېږي؟

سړي ځواب ورکړ: نه

بیا عالم ورته په ځواب کي د خوب تعبير پیل کړ او ورته ویی ویل: هغه زمری چي تا پسې یي منډي وهلي د مرګ فریښته(ملك الموت)ده، او هغه څاه چي مار پکښې وه ستا قبر دی، هغه رسۍ چي تا ورباندي منګولي لګولې وې ستا عمر دی، او هغه سپین او تور موږک شپه او ورځ دي چي ستا له عمر څخه کمېږي.

سړی حیران شو ویي پوښتل: او هغه شات؟

عالم ورته وویل: شات همدا دنیا ده چي د هغې د خوږوالي له کبله دي مرګ او حساب چي راتلونکي دي هېر کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د