بُتان

ژباړه: غنچه ګل ارمان

يو سړی د تل په څېر سهار وختي له کوره د کار په تکل ووت. ګوري چې د ودانۍ مخې ته د ګاونډ يو څو ځوانان ولاړ دي. سلام يې پرې واچاوو. په هغوی کې يې يوه د سلام ځواب ورکړ. بيا يې خپل نورو ملګرو ته مخ واړاوو چې دا بېچاره ګورئ هر سهار له کوره وځي او ماښام بېرته راځي.

ماښام چې سړی له کاره راستون شو، ګوري چې هماغه کسان بيا د ودانۍ مخې ته په هماغه ځای کې ولاړ دي. سلام يې پرې واچاوو، او ځوانانو ته په اشارې سره يې وويل: دا بېچاره بُتان وګورئ، سهار هم همدلته ايښي وو او ماښام هم. په دې ټولې ورځې کې له ځايه نه دي خوځيدلي.

درس:

زمونږ په ټولنې کې ډېر کسان د مسلکي او ذهني ژوند له پلوه د بُتانو په څېر دي. يو کس چې لس کاله مخکې څنګه وو، اوس هم هماغسې دی. په لسو کلونو کې يې دومره شيان نه دي زده کړي لکه څومره يې چې هېر کړي. عمر يې ډېر شوی، مګر عقل يې نه. زمونږ او د هغوی تر مينځ غټ توپير دا دی چې مونږ فارغ شو، بس فارغ شو. نور له کتاب او قلم سره دُښمني شروع کړو. مګر هغوی اصلي کار له فراغته وروسته پيلوي. دکتور مالک بن نبي (۱۹۰۵- ۱۹۷۳م) په خپل کتاب “في مهب المعرکة” کې څومره ښه ويلي چې:

” زمونږ نخبه ګان چې له پوهنتونه فارغ شي، بيا د مطالعې اړتيا نه ويني، او په ميراث پاتې ټولنيزو او نفسياتي لاملونو له کبله يې فکري کار د تصديق له تر لاسه کولو سره سم، يعنې په هغې نقطې کې، پای ته رسيږي چې د نورو هيوادونو نخبه ګان ترې جدي فکري کار پيلوي”.

همدا لامل دی چې د حالاتو په بيديا کې د تګ لارې هغوی رسموي. ځان ته د سوکالۍ لارې رسموي، او مونږ ته د بربادۍ لارې. که غواړو چې د فرد او ټولنې په توګه د انسان غوندې ژوند وکړو، بايد له دغه بُت حالته راووځو. بايد دغه وژونکي سکون ته د پای ټکی کېږدو. بايد په ځان کې هره ورځ رغنده بدلون راوړو. بايد په پرله پسې توګه يې ولولو، او عملي يې کړو. بايد له لوستلو وروسته عمل وکړو او له عمل مخکې لوستل وکړو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.