نړۍ

عراقي پاڅونوالو په بعقوبه او انبار ولایتونو کې نورې سیمې ونیولې

نن ټکی آسیا: عراقي پاڅونوالو په بعقوبې او انبار کې د نوري المالکي د ځواکونو څخه نورې سیمې نیولي.

الجزیره تلویزون د راپور په اساس پاڅونوالو په بعقوبه کې د مالکي د ځواکونو څخه څو پوستې او په انبار ولایت کې يې د القائم ښار نیولی.

سرچینو الجزیرې ته زیاته کړې چې پاڅونوالو د بعقوبې ښار په لویدیځ کې د مالکي د ځواکونو څو پوځي مرکزونه نیولي، همدا راز يې د ام العظام او عثمانیه سترې سیمې چې د بعقوبې په جنوب لویدیځ کې پرتې دي، نیولي دي.

عراقي پاڅونوالو د عراق په لویدیځ کې د انبار ولایت اړوند القائم ښار نیولی. همدا راز يې د سوريې او عراق په سرحد پرتې زیاتې سیمې يې هم نیولي.

همدا راز د عراق په شمال کې د تلعفر ښار له دوه ورځو کلکې محاصرې وروسته ددوی تر ولکې لاندې راغلی. دغه ښار چې اوس بشپړ د عراقي پاڅونوالو تر ولکې لاندې دی، د نوري المالکي ځواکونه يې په اړه وايي چې دوی يې لا اوس هم دفاع کوي، خو الجزیره خبریال چې سیمې ته په خپله تللی وايي چې په تلعفر کې عراقي پاڅونوال لر و بر کیږي او د مالکي ځواکونو درک نشته.

عراقي پاڅونوالو تر دې مهاله د تکریت، موصل، تلعفر او نور واړه او غټ ښارونه نیولي، دوی اوس د بغداد په لوري روان دي. وړمه ورځ داسې راپورنه ورکړل شوه چې پاڅونوالو د عراق په هوايي ډګر سخت بریدونه کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x