fbpx

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۰١برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ښاغلی کېنن ټېلر (Canon Taylor) د اسلام په هکله وايي:

اسلام حیوانیت ختم کړ او انسانیت یې راوست، غلامان یې له نورو سره وروڼه کړل، چې دا د بشریت د حقیقي اصولو سره سمون خوري.

جان آسټین (John Austin) د نبي کریم

صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د یوه کال په موده کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په روحي ډول سره مدینه منوره تر خپل واک لاندې راوسته، نوم او نښان یې لوړ شو، نو ځکه یې نړۍ وښوروله.

ښاغلی ای جي ټواینبي (A.J. Toynbee) د اسلام په هکله وايي:

د اسلام تر ټولو یوه ښه ښېګڼه دا ده چې توکم پرستي یې ختمه کړه، دا هغه څه دي چې په نړۍ کې یې ساری نشته او په یقیني ډول سره یې ختمه کړه.

ډاکټر پيټر بريرلي (Dr Peter Brierley) داسلام په هکله وايي:

مسلمانان تر نورو زیات پخپل دین باندې پوه او خبر ډي، عملي کوي یې او د زړه له تله یې د خپرولو کوښښ کوي.

سنرستن اسوجی( Snrstn Asouji) چې یو علامه او مستشرق عالم دی؛ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي.

موږ په یقیني ډول سره د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره انصاف نه دی کړی، هغه ستر صفتونه درلودل او د سترو ګټو څښتن ؤ، هغه د ځمکې پر مخ د طاغوتیانو او جاهلانو سره دژوند یوه ستره جګړه وکړه او په پای کې یې ستره بریا هم لاسته راوړه، دی د یوه بشپړ قانون څښتن او په تاریخ کې یو ستر انسا ن ؤ.

امریکایی پروفیسر سنکس (Sanks) دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت عیسی علیه السلام څخه ۵۷۰ کاله وروسته ښکاره شو، هغه د بشریت عقلونو ته ترقي او کافي وده ورکړه، په ښو اخلاقو یې پسول کړل، وحدانیت ته یې راوبلل او په خلکو یې دا هم ومنل چې له دې ژوند پرته بل ژوند هم شته.

ده به ویل: ماد دیني او اسلامي فکر پاڼې ټولې نړۍ ته راوړي دي.

خلک یې د راهبانو له درنو ځنځیرونو څخه وژغورل، ټولې شرکي څهرې یې ختمې کړې او د خالق مطلقه عقیده یې خپره کړه. که په لنډو کې هر څه راغونډ کړم؛ نو بشریت یې له ټولو پلیتو او غلیظو افکارو څخه خلاص او نجات یې ورکړ.

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د