تصویر د شهید طالب العلم نجیب الرحمن د مزار

درپسې مات شوم

ابراهیم صیاد

لکه ستا د مخ هنداره چې ټوټه شوه
زه هم دغسې په ملا درپسې مات شوم
د فراق سیلۍ مې تاو شوه له وجوده
ته چې لاړلې اشنا درپسې مات شوم

په مزار دې د مرغیوو چڼهار وه
زه چې راغلمه په تا خاورې انبار وې
ما د زړه له درده داسې چغې وکړې
کاش چې ستا پر ځای په ما خاورې انبار وې

اوس مې زړه کې هغه مسته مستي نشته
چې خندا به مې له خولې نه بیلیدله
د خوښیوو جزیرو کې ګرځیدمه
او ژړا به مې بیخي نه پیژندله

ستا تصویر سره دشپې یوازې ناست یم
د خوږمن زړګي کیسې ورته کومه
په سپیرو شونډو یې ښکل کړمه په سترګو
بیا یو څو شیبې ګیلې ورته کومه

ستا د مخ وړانګې مې سترګو ته دریږي
چې سپږمۍ د اسمان غیږې نه ښکاره شي
لکه شمعه په ګریوان مې اوښکې توی شی
لکه شمعه خپل وجود راته لمبه شي

د زخمي مرغۍ په شان باندې راپریوځم
د درمان په ځای دردونه غیږه راکړي
څوک مې نه پورته کوي له خړو خاورو
بس یوازې ستا غمونه غیږه راکړي

اوس زما بڼو هم خړ غبار نیولای
زه صیاد هم په دې لار درپسې ځم
بې له تا مې دنیا ورانه ده جانانه
ښکاري زه هم له دې ښار درپسې ځم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د