د اسلامي پوځ درې د تاریخ نه هیريدونکي اتلان او قمندانان…

عبدالرحمن محمود‎

له نن څخه تقریبا 1389 کاله وړاندي له عربي صحراء څخه درې اتلان د درې زره عسکرو سره د شام و خوا ته ووتل ، مقابل لوری يي د روم د امبراطورۍ لښکر وو چي دوه لکه پوځ باندي مشتمل وو ، د رومي لښکر هدف داوو چي دا د درې زره ټولۍ به له مځکې له مخ څخه کاملا فناء کوو ، مګر دا د درې زرو ټولۍ پر دوه لکه پوځ باندي هغه تاريخي بریا تر لاسه کړه چي د مځکې پر مخ له دې مخکي نوه لیدل شوي ، مګر دا کاميابي او بريا وروسته تر هغه راغله چي دې دریو قمندانانو خپل ارواح د اسمانونو او مځکو څښتن جل جلاله په دربار کي نذرانه کړل ، دا درې اتلان څوک وه ؟ دا ( زید بن حارثة ) ـ ( جعفر بن ابي طالب ) ـ ( عبدالله ابن ابي رواحة ) وه.

( اول اتل ) زيد بن حارثة : زید بن محمد هم ورته ویل کیده ، دا هغه څوک وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان لپاره زوی بللی وو ، دا مخکي له هغه چي د تبني نظام په اسلام کي نه وو لغوه شوی ، و رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډیر ګران وو ، دا هغه څوک وو چي اول يي اسلام قبول کړ ، او په قرآن کریم کي يي هم ذکر راغلی دی ( فلما قضی زید منها وطرا ) .
( دوهم اتل ) جعفر بن ابي طالب : په جعفر الطيار هم پيژندل کيږي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اکا زوی وو ، د حضرت علي کرم الله وجهه ورور وو ، و حبشه وو ته د هجرت کونکو مسلمانانو امیر وو ، دا هغه څوک وو چي د نجاشي په مخ کي ودرید او اسلام یي ورته تشريح کړ.

( دریم اتل ) عبدالله بن ابي رواحة : دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاعر وو ، او يو د هغه دوولسو نقباؤ څخه وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم قبل الهجرة د مدینې منورې لپاره ټاکلي وه ، دا هغه څوک وو چي دده په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي ” رحم الله عبدالله بن ابي رواحة ، انه یحب المجالس اللتي تتباهی بها المائکة ”

د غزوة مؤتة پيل له همدي ځايه وسو ، چي رسول الرحمة والسلام صلی الله عليه وسلم د حارث بن عمیر په لاس د بصری و بادشاه ته لیک وليږه ، د غسانيېنو د قبيلي مشر شرحبيل پر ځای ددي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قاصد سره ښه سوال او جواب وکړي بلکي هغه يي وواژه ، دې غدر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سخت درد ورساوه ، او بيا يي د دریو زرو مجاهدینو لښکر تيار کړ تر څو چي ددغه غدر کونکو سره حساب وکړي ، د لښکر مشر يي زيد بن حارثة منتخب کړ ، که چيري هغه شهيد سو بيا به د لښکر مشر جعفر وي ، که هغه شهید سو بیا به عبدالله بن ابي رواحة وي ، سپين بيرغ يي ورته عقد کړ او زید بن حارثه ته یي ورکړ ، او بيا يي دا وصیت ورته وکړ ” اغزوا بسم الله في سبيل الله من كفر بالله ، لاتغدرا ولاتغلوا ولاتقتلوا وليدا ولا امراة ولاكبيرا فانيا ولامنعزلا بصومعة ولاتقطعوا نخلا ولا شجرة ولا تهدموا بناء ”

کله چي د ” معان ” و ښار ته او هلته د مؤتة نومي ځای ته ورسیدل ، او هلته يي وليدل چي امبراطور هرقل په خپله د دوه لکه پوځ سره راوتلی دی د درو زرو نابلدو عسکرو د جنګ لپاره ، په دې وخت کي مسلمانانو خپل په مينځ کي مشوره سره وکړل چي جنګ کوو که شا ته زو ، عبدالله بن ابي رواحة رضي الله عنه اصرار کاوه چي جنګ کوو ، خلاصه دا چي د دوه لکه روميانو سره د درې زره مجاهدینو جنګ شروع سو ، حضرت زید رضي الله عنه اول شهید ددي معرکي سو ، بیا د اسلام بيرغ حضرت جعفر واخیست ، راسته لاس يي قطع شو ، بيرغ یي په چپ لاس کي واخیست ، هغه هم قطع شو ، خلاصه دا چي شهید سو ، بيا عبدالله بن ابي رواحة واخیست او دا بيتونه یي وويل.
يا نفس إن لم تقتلي تموت … وماتمنيت قد لقيت … إن تفعلي فعلهما هديت … وإن تاخرت فقد شقيت.

وروسته د دریو اتلانو د شهادته د اسلام بيرغ حضرت خالد رضي الله عنه په لاس کي واخیست ، حضرت خالد رضي الله عنه له داسي جنګي تکتيک څخه کار واخيست چي تر ننه پوري په عربي حربي پوهنتونونو کي درسيږي.

اول : کله چي شپه را داخله سوه حضرت خالد رضي الله عنه له ځانه سره يو ټولۍ د مجاهدينو واخیست ټوله شپه يي د معرکي پر مځکه آسونه و ځغلول تر څو چي غبار او ګردونه پورته شي و دښمن ته دا په خيال کي ورکول سي چي مسلمانانو ته له مديني څخه کومک راغلی دی .

دوهم : حضرت خالد رضي الله عنه د مجاهدينو د قطعو اطراف بدل کړه ، مثلا مخکي چي په راسته جهت کي جنګيدل هغه یي چپ جهت ته کړه ، او د چپ جهت دا يي راسته جهت ته کړه ، او کوم مجاهدین چي د شا په قطعه کي وو هغه يي مخ ته کړل او د مخ دا یي شا ته کړل ، تر څو چي د مجاهدينو مخکینی هيئت کاملا بدل شو ، او د رومیانو په دي یقين شو چي مسلمانانو ته تازه دمي نور عسکر را رسيدلې دي.

دريم : يوه قطعه يي شا ته وليږل او پر يوه اواره ساحه یي منتشره کړه ددوی وظيفه دا وه چي په لوړ اواز سره تکبيرونه ووايي او په آسونو باندي د معرکي و میدان ته په داسي حالت کي راسي چي دښمن ته دا ور وښيې چي د مدينې کومک ندی قطع شوی بلکي مستمر راروان دی.

څلورم : حضرت خالد رضي الله د جنګ په دا بله ورځ و شا ته تګ وکړ او د مځکي و فراخ ميدان ته يي ځان راسته کړ ، د رومیانو دا یقین سو چي مسلمانانو کمین را ته نصب کړی دی.

په همدي وخت کي الله رب العزت د کفارو و زړونو ته رعب او ویره واچول چي مخکي مو د دریو زرو مسلمانانو مقابله په ډيره سخته وکړای سوه اوس خو دادی نور کومک هم ورته راورسيد ، په همدغه وخت الله ج د مسلمانانو نصرت وکړ ، مسلمانان فاتحین شول ، رومیانو شکست وخوړ ، مسلمانانو ته ډير بي حسابه غنیمتونه په لاس ورغله ، حضرت خالد رضي الله عنه په دې ورځ نه 9. تورې په جنګ کي د کفارو پر ککرو ماتي کړلي ، کفار بي شمیره ووژل سول.

اللهم انصر امة محمد صلی الله علیه وسلم

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

سبحان الله یا الله ته همداسی ماته امریکا ته هم په نصیب کړی چی د نړی مظلوم مسلمانان ددوی له شره خلاص شی یاالله ته امریکا د اسلام د سپین بیرغ لاندی ماته کړی مخیره سره.
د شیطانی امریکا او د هغی د غلامانو د ماتی په هیله.

عبدالو کیل سیدی
میلمه
عبدالو کیل سیدی

ای الله ته زمونگ وطن کی دا کفار داسی مات کی لکه هغه رومیان چی دخالد رض الله په شجاعانه مبارزه باندی کفار مات شول ائنشاالله مات دی کم وخت یی پاتی دی دالفتح عملیات به بریالی وی طرفداران به یی شرمیدلی سر کوزی ناست وی الله به مجاهدینو ته نصرت ورکی دا ظلمونه یی چی نن په وردکو هلمند او قندوز بغلان او کنهار کی شروع کری او دا فاسد افغانان هم ورسره یودی دا وینی خورونکی الله به یی ماتوی