نړۍ

امریکا عراق ته ۲۷۵ عسکر ولیږل

نن ټکی آسیا: امریکا وايي چې  عراق ته يې ۲۷۵ امریکايي عسکر د خپل سفارت د ساتنې په موخه لیږلي.

دغه اعلان پرون دوشنبه د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په واشنګټن کې وکړ. نوموړي زیاته کړې، چې بغداد کې د امریکا د سفارت او  د امریکايي وګړو او دیپلوماتانو د ساتنې لپاره يې دغه پوځیان لیږلي دي.

اوباما په خپل پیغام کې  ګانګرس ته ویلي چې «تقریبا ۲۵۷ عسکر مو عراق ته ددې لپاره لیږلي څو امریکايي کارکوونکي او په بغداد کې د امریکا د سفارت ساتنه وکړي».

ده زیاته کړې « چې دغه ځواکونه هر ډول جګړې ته چمتو دي، دوی به تر هغې په عراق کې وي چې امنیتي حالت ښه شي».

سپينه ماڼۍ وايي چې ددغو پوځيانو په دنده کې دا هم شامل دي چې د بغداد څخه د امریکا د سفارت کارکوونکي بصرا او اربل قونسلګریو ته انتقال کړي.

امریکا وايي چې د مالکي حکومت دوی ته د ورتګ اجازت ورکړی.

اوباما په داسې حال کې عراق ته امنیتي ځواکونه لیږي چې عراقي پاڅونوالو تر دې دمه لسګونه ښارونو او کلي د نوري المالکي د پوځونو څخه نیولي.

تېره ورځ پاڅونوالو په بعقوبه  او انبار کې ځينې ښارونه ونیول، همدا راز یې د تعلفر ښار د عراقي ځواکونو څخه تصفیه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x