ايران يوه امريكايي ښځه د امریکا لپاره د جاسوسی په تور نیولې

iran_bandايراني حكومتي چارواکو پرون یو امریکایي ښځه نیولي.. او په دې متهمه کړې چې ګواکي دې د امریکا لپاره ایران ته د جاسوسي لپاره په وچه لاره په غیر شرعي توګه ننوتلي وه..
د ایران یو ورځپاڼی چې د حکومت ملکیت ده ویلی چې دا ښځه هال تالیان نومیږی.. او عمر یې 55 کاله دی، مګر ورځپاڼی دا نه دی ذکر کړي چې دا کله نیول شوي ده..
ورځپاڼي ویلي چې د یادي شوي ښځي په غاښو کې یو جاسوسي آله هم چارواکو موندلي.
که چیري ددی خبر تاکید وشي نو دا به د ایران او امریکا منځني مشکلات نور هم زیات کې.
ایراني چارواکو په کال 2009 کې هم درې امریکایان نیولی وه چې د هغو څخه دوه نارینه او ښځه وه.. او ایران هغوی هم په جاسوسي متهم کړې وه.
د هغو درو څخه یوه ښځه چې ساره شورد نومیدله د سپتمبر په میاشتي د 5 لکو په کفالت باندی ایله شوله.. او امریکا ته بیرته ستنه شوله مګر هغه نور ملګري یی اوس هم د محکمې په انتظار دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.