افغانستان

اربکیانو په کندهار کې له یوه هلک څخه سترګه ایستلې

نن ټکی آسیا: له کندهار ولایت څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په منصور اباد کلي کې سیمه یېزو اربکیانو له یوه هلک څخه د ډېرو وهلو ډبولو په ترڅ کې سترګه ایستلې.

په کندهار کې زموږ  همکار له ډېرو هڅو سره – سره ونه توانېد، چې د پېښي په تړاو د ژوبل هلک د خپلو خپلوانو او یا حکومتي چارواکو نظر واخلي.

خو د سیمې یوه اوسېدونکي، چې د پېښي له ځایه یې دغه هلک د کندهار ښار تر روغتونه رسولی و، وویل، چې اربکیانو دغه هلک بې له کوم جرم او سزا څخه سخت وهلی او ډبولی.

د هېواد په زیاتره سېمو کې خلک د بلې هرې وسلوالې ډلې په پرتله له اربکیانو یا محلي پولیسو څخه په تنګ راغلي او سخت ترې کړېږي.

د خلکو په اند، اربکیان ډېر سخت زړي او د هېچا په سر، مال،عزت او ناموس بند نه دي.

له اربکیانو څخه په دې شکایت کابو د هرې سیمې خلک یوه خوله دي،چې دوی عموماً د هغو خلکو سره له طالبانو سره یا خواخوږي لري، یا یې خپل خپلوان وي او یا ورسره مرسته کوي له هېڅ ډول ظلم او وحشي سزا ګانو څخه دریغ نه کوي، ،
د غزني د اندړو ولسوالۍ یو اوسېدونکي فتح الله وایي، چې د اندړو ولسوالۍ اربکیانو تېره میاشت د دوی د یوه کلیوال ډاکتر ورور، په دې جرم چې یوه ورځ یې یو زخمي طالب ته پانسمان ورکړی و، لومړی اختطاف کړ او بیا یې له اختطاف وروسته په ژوندوني ترې غوږ، لاسونه، پوزه او سترګې غوڅې کړې وي او وروسته یې په ډېر وحشت شهید کړی و.

ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی روح الله کږوال هم د اربکیانو د سلوک څخه سرټکوي، نوموړی وايي چې د کږې په بازار کې اربکیان د دکانونو څخه په زور سودا اخلي، که څوک غبرګون وښايي نو پوستې ته یې بوځي او وهي ټکوي يې.

د کږوال په وینا تېر کال يې یو ۱۲ کلن ماشوم په دې جرم په شهادت ورسولو چې پلار يې د اربکیانو څخه د شیریخ روپۍ غوښتې وې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x