ټکنالوژي

د سامسنګ نوي ځیرک مبایل ګلیکسي S10 عکسونه افشا شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ کمپنۍ لخوا د غوره ځیرک مبایل ایس ناین او ایس ناین پلس بازار ته د وړاندې کولو ډېره موده نه ده شوې چې ددې کمپنۍ راتلونکی ځیرک مبایل ګلیکسي ایس ټین او ایس ټین پلس عکسونه هم افشا شول.

سامسنګ ګلیکسي S9 او S9 پلس د ۲۰۱۸م کال تر ټولو غوره ځیرک مبایل دی، چې تر دې دمه تر ټولو زیات خرڅېدونکی مبایل هم بلل شوی دی، خو اوس د یو شمېر راپورونو پر اساس د راتلونکې ځيرک مبایل عکسونه او په اړه یې نور رازونه هم افشا شول.

ددغو عکسونو افشا کېدل په دې معنا چې سامسنګ کمپنۍ غواړي ژر تر ژره خپل نوی ځیرک مبایل لومړی نندارې ته وړاندې کړي او بیا یې بازار ته د خرڅلاو لپاره راوباسي.

سامسنګ کمپنۍ غواړي د ګلکسي نوټ 9 نه وروسته (نوټ ناین ځیرک مبایل به لږه موده وروسته وړاندې شي) د خپل نوي مبایل (S10) په اړه د ۲۰۱۹م کال په پېل کې رسمي خبرونه خپاره او نندارې ته وړاندې کړي.

د سویلي کوریا ورځپاڼو څخه په خپاره شوي راپورونو کې ویل شوي چې S10 مبایل ځانګړنه به دا وي چې د نوټ ناین په څير د ډیسپلی داخل کې د ګوتې کولپ (Finger print) ولګوي، او همدا ډول بله ځانګړنه به یې 3D کامره وي، چې تر دې دمه د سامسنګ په هیڅ مبایل کې نه ده ورکړل شوې خو په آیفون X کې ورکړل شوې وه.

د راپورونو پر اساس، دغه نوی ځیرک مبایل (ایس ټین) به په ۵.۸ انچه ډیسپلی او ایس ټین پلس به په ۶.۳ انچه ډیسپلی کې وړاندې شي، چې تقریبا د ایس ناین او ایس ناین پلس اندازې ته ورته دی.

ددې مبایل په اړه به نورې خبرې کول له وخت نه مخکې وي، خو ویل کیږي چې دا د سامسنګ هغه مبایل نه دی د کوم په اړه یې چې خبر ورکړی و چې دوی به قات کېدونکی ځیرک مبایل (ګلیکسي X) وړاندې کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

یقینا ټوله دنیا د پر د مختګ په لوری ده.او فقط زمونږ افغانان په منفی فکرونو ډوب او په شاه تګ ته اړم دی.نه په خیټه ماړه یو،او نه مو د صحت خونده شته،نه په علم ماړه یو،او نه مدرن تکنالوژی لرو.ژوند د الله ج یو لوی نعمت دی.نه مو د ژوندون څخه څه خوند واخیست،ادعا کوو چه موږصحی مسلمانان یو،خو په کومه لاره چه راوان یو فکر کوم چه ډیره کاږه ده،په دا خاوره کی فسادونه ،جنګونه،قتلونه،اوج ته راسیدلی دی،کاش چه نه مو سامسنګ درلودی.ان نه ایفون.یو وخت مړی د وای،خو چه ارامی وای سوله وای،وروری وای،د ظالمینو دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx