افغانستان

طالبانو د غور په ولایت کې پراخ برید پیل کړی

نن ټکی آسیا: له پرون راهیسي د غور ولایت په پساوند ولسوالۍ کې په سلګونو طالبانو په دولتي ودانیو او پوستو پراخ برید پیل کړی، چې له کبله یې یو شمېر پوستي او ځمکي تر خپلي ولکې لاندي راوستلي دي.

دغور ولایت امنیه قومندان فهیم قایم ویلي چي د طالبانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ تنه دی، او یو شمېر بهرني وسلوال هم ورسره مل دي.

او زیاته یې کړه چې یو شمېر پوستي د هغوی لاسته لوېدلي دي، چي د بیا نیولو لپاره یې هڅي رواني دي، او اضافي پولیس هم سیمي ته لیږل شوي دي.

نوموړي وویل چي په یادو جګړو کې یوازي یو کس پولیس او دوه نور ټپيان شوي دي، او د مقابل لوري ۸ تنه وسلوال مړه او پنځه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم ویلي چي دوی په یاد برید کې تر اوسه ۱۱ امنیتي پوستي نیولي، او شته وسلې یې په کښي غنیمت کړی، نوموړي وویل چې د ددغه ولسوالۍ د سنګان په نامه سیمه یې هم تر بشپړ کنترول لاندي راغلې.

ښاغلي احمدي ویلي چې په جګړه کې درې عسکر مړه، او لس نور ټپيان شوي دي، او ۳ عرادې رینجر موټر هم له منځه تللي دي، یو ټانګ او پنځه موټر سایکلونه یې غنیمت کړي.

احمدي ویلي چي په جګړه کې یو طالب مړ او بل ټپي شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x