
بولدک : د طالبانو چاپه کې قومندان ملاګی وژل شوی ، هلک او ساتونکی يې طالبانو نيولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل):د کندهار سرحدي ولسوالۍ بولدک په شکشامیزو سيمه کې طالبانو پر هغه غونډه چاپه وهلې چې (ملاګی) نومی قومندان په کې میلمه وو.
د قومندان ملاګي او طالبانو تر منځ نښته شوې چې له امله يې نوموړی قومندان وژل شوی.
د غونډي ګډون وال وايي د قومندان ملاګي تر مرګ وروسته يې ساتونکي او هلک له جګړې لاس اخیستی او طالبانو ژوندي نيولي.
د ملاګي هلک او ساتونکی طالبانو نامعلوم ځای ته انتقال کړي او لا يې هم د مرګ او ژوند اړوند څه نه دي په ډاګه شوي.
طالبانو د بريد د مسؤليت تر څنګ ملاګی د سيمي فعال قومندان ښودلی خو دولتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي رسنيز کړي.
په کار دا وه یا ده چه طالبان د دغه وحشی او لواطت کونکی قوماندان هغه هلکو تصویر او ویدیو په ژوندی بڼه کی افغانانو ته په ډاګه کړی چه دغسی کسان د افغانستان د اولس ساتونکی او که د عزت تباه کونکی دی