بغلان : طالبانو يو تن قاتل په عام محضر کې قصاص کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل):د طالبانو قضايي محاکمو په بغلان ولايت کې يو تن قاتل په عام محضر کې قصاص کړی.

د سيمي د اوسېدونکو په وينا د طالبانو محاکمو د مقتول له وارثینو غوښتنه وکړل تر څو قاتل ته بخښنه وکړي او قصاص په دیت بدل کړي خو وارثانو يې له ياد کاره ډډه وکړه.

د قاتل قصاص د خلګو په وړاندي نن غرمه ۱۱ بجې مهال شوی.

د یادوني ده چې طالبانو څو ورځي وړاندي هم درې تنه په عام محضر کې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې قصاص کړل.

د دريو قصاص شويو کسانو په اړه ويل کېدل چې د يوې کورنۍ غړي او ماشومان يې په ساتولانو او چړو وژلي وو.

د باغران د قصاص شويو دريو کسانو ويډيو پر ټولنيزو رسنيو هم نشر شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د