نړۍ

لاهور کې د پولیسو او طاهر قادري د پلویانو تر منځ جګړه روانه ده

نن ټکی آسیا: د پاکستان تر ټولو لوی ښار لاهور کې د پولیسو او د طاهر القادري د پلویانو تر منځ اخ وډب پیل شوي، چې له کبله یې شپږ تنه مړه او تر اویا زیات ټپي شوي دي.

د پولیسو او طاهر قادري د پلویانو تر منځ هغه وخت جګړه پيل شوه، کله چې د طاهر قادري د کور د مخه څخه پولیسو هغه بندیزونه او د لاري خنډونه لیري کول چی د دغو کسانو له لوري ایښودل شوي وه.

پاکستاني رسنۍ وايي چي طاهر قادري او پولیسو تر منځ نښته په وسلواله جګړه بدله شوې، چې له کبله یې د عوامي تحریک (طاهر قادري پلویان) شپږ تنه مړه شوي، چې دوې په کښي میرمني دي، او همداسي د پولیس کمانډو یو تن عسکر وژل شوی.

بل خوا په جګړه کې تر اوسه ۷۰ تنه ټپيان شوي هم دي، چې ۱۳ تنه یې پولیس ښودل شوی، او د عوامي تحریک زیات شمېر غړي نیول شوي دي، چې د ځینو سره یې وسلې هم نیول شوي، او تمه ده چي د هغوی په خلاف به سخته قانوني کاروايي وشي.

بل خوا د عوامي تحریک نمایندګانو، او د اوسني حکومت مخالفو ډلور، لکه ایم کیو ایم، تحریک انصاف، پیپلز پارټي او نورو ازادو وکیلان د پاکستان د قومي اسمبلۍ څخه احتجاجا وتلي دي، هغوی ویلي چې په دغه جګړه او مرګ ژوبله کې ټوله پړه پر حکومت او پولیسو لویږي، او د پنجاب حکومت یې مسؤول دی.

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x