ننګرهار: بهرنيو او داخلي ځواکونو د چاپې په مهال يوه ښځه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل):د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه ګډو ځواکونو چاپه وهلې ، د سيمي خلګو ته يې ځاني او مالي زیان اړولی.

پېښه د وزیرو میرزاخیلو په سيمه کې رامنځته شوې.

د چاپې په مهال بهرنيو او داخلي ځواکونو يوه ښځه په ډزو وژلي او ۶ تنه نور کلیوال يې له ځان سره د بنديانو په ډول وړي.

ځايي اوسېدونکي وايي بهرنيو او داخلي ځواکونو يې له کورونو قیمتي شیان هم وړي.

دا په داسي حال کې ده چې نن د کابل په ارزان قیمت سیمه کې امريکايي ځواکونو پر يوې ښځي او مېړه خپل ټانګونه تېر کړل او له تم کېدو پرته په خپله مخه لاړل.

ګډ حکومت او بهرنيو ځواکونو د يادو پيښو اړوند لا څه نه دي رسنيز کړي خو په ټولنيزو رسنيو کې يې عام افغانان په اړه توند غبرګونونه اوروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د