پرلتونه ولسي ابتکار، که د جنرال نیکولسن پروژه

میوند سادات

له څه کم یوې میاشتې راهیسي په هلمند، کندهار، پکتیا، غزني او کابل کې دسولې په نوم پرلتونه روان دي، د پرلتیانو شعار سوله ده، خو جګړه کې د ښکېلو اړخونو ( یرغلګرو+ کابل حکومت او طالبانو) له جملې یوزاي له طالبانو د سولې غوښتنه کوي، یوزاي له طالبانو د سولې غوښتنه، د پرلتیانو بې طرفي ګواښي او پرلتونه د یرغلګرو او حکومت پروژیې شکل اختیاروي. له پرلتونو دیرغلګرو ملاتړ او پراخ رسنیز انعکاس د پرلتیانو پر خپلواکۍ سیوری خپور کړی او ددوی د سولې شعارونه یې تر سوال لاندي راوستلي دي.

افغانستان کې زیاتره رسنۍ د یرغلګرو په نوښت رامنځته شوي، استخباراتي شبکې یې تمویلوي او پر دیو سفارتونو کې یې برنامې جوړیږي، په کومه پیښه او فعالیت کې چې دافغان ولس غرونه غرونه ګټې نغښتې وي، خو دیرغلګرو ګټه پکې نه وي، همدا رسنۍ خبرې او تحلیلي پوښښ نه ورکوي.دپرلتونو په اړه اکثرو رسنیو خورا تاوده- تاوده راپورونه ورکړل،ګڼو رسنیو له پرلتیانو سره مرکې وکړې، دګوتو په شمار او لسګونو پرلتیانو پرلت ته یې تر ضرورت او اهمیت ډیر خبرې پوښښ ورکړ،دا ولي؟تر کاسې لاندې خو به نیمه کاسه نه وي؟!.

داکثرو پرلتونو مشري دهغو کسانو په لاس کې ده، چې حکومتي دندې یې ترسره کړې او ځیني یې لاهم پر حکومتي وظیفو او پردیو سفارتونو کې پر دندو موظف دي.

پرلت که دجنرال نیکولسن ټولنیز فشار؟!

دروانو پرلتونو له اصلي موخو څخه افغانستان کې د یرغلګرو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن پرده پورته کړه،نوموړي کندهار کې په ډاګه وویل چې پرلتونه یې پر طالبانو د ټولنیز فشار په توګه ایجاد کړي دي،نیکولسن چې دګډ حکومت یو شمېر وزیران، دکندهار والي، امنیه قوماندان او دولایتي شوری غړي پرې راټول وو، دخبرو په مهال وویل چې پر طالبانو یې پوځي، سیاسي او ټولنیز فشارونه وارد کړي او دوام به ورکوي، نیکولسن نور هم تفصیل ته ولاړ او په خورا صراحت او ویاړ سره یې کندهار او هلمند کې پرلتونه پر طالبانو د ټولنیز فشار دبېلګو او لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-43784426

پر پرلتونو داولې ورځې د اشغالګرو او حکومت دملاتړ شک و، خو دجنرال نیکولسن څرګندونو د پرلتیانو په اړه شکونه په یقین بدل کړل. کټ مټ میاشت وړاندي جنرال نیکولسن اندونیزیا کې دافغانستان په اړه دعلماوو غونډې ته په شاره وویل چې پر طالبانو به مذهبي فشار هم وکاروي. اشغالګر ودطالبانو( ولسي جهادي مقاومت) پر ضد ټولې ممکنه هڅې وکړې او په راتلونکي کې هم د طالبانو پر ضد له هیڅ راز دسېسې، فشار، وحشت او تذویر څخه مخ نه اړوي.

دجنرال نیکولسن ټولنیز فشار( پرلتونه) دجنرال پیټریوس داربکیزم په څېر داشغال د بقا او دجهادي مقاومت دځپلو په موخه ترتیب شوې پروژې دي. کوم کسان چې له یرغلګرو سره دخپلې خاوري اشغال کې مرسته کوي، اوس لا وخت تېر نه دی، پر خپلو کړنو باید پښېمانه شي او دیرغلګرو له دام څخه ځانونه خلاص کړي، له خپل دین او وطن سره ژمنتیاثابته کړي.هغه کسان چې یرغلګرو استخدام کړي نه دي، د سولې ارمان د پرلتیانو سره یو ځای کړي،د جنرال نیکولسن خبرې بایددزړه په غوږو واوري، سم دلاسه د پرلتونو سره خدای پاماني وکړي او په لاشعوري توګه دیرغلګرو ددسیسو ښکار نشي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د