
ننګرهار : په وسله وال بريد کې د نوم لیکني مرکز دوه پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل):د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد له امله د ټاکنو د نوم لیکني د مرکز دوه ساتونکي پولیس وژل شوي.
پېښه نن ماښام ناوخته مهال د پنځمي امنيتي حوزې اړوند کابل هډې سيمه کې رامنځته شوې.
د بريد مسؤليت چا نه دی منلی.
د ننګرهار ولايت ځايي رسنيو د پيښي پخلی کړی ، په وينا يې بريدګر له سيمي په تېښته بريالي شوي دي.
د يادوني ده چې د ګډ حکومت له لوري په ټاکنو کې د برخه اخیستو په موخه د نوم لیکني لپاره له مکتبونو او مسجدونو څخه د مرکزونو په ډول استفاده کيږي.
د ګډ حکومت له لوري له ښونځيو او مسجدونو څخه د ټاکنو د مرکزو په ډول کار اخیستني په ټولنيزو رسنيو کې توند غبرګونونه راپارولي.