افغانستان

کندهار: د بېنوا ویبپاڼې مسوول ونیول شو

د کندهار د ملي امنیت مسوولینو د بېنوا ویبپاڼې مسوول خالد هادي حیدري نن په داسې حال کې نیولی دی، چې نوموړی د هوايي ډګر په لوري د تګ په حال کې و.

د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايي، چې د ملي امنیت مسوولینو د بېنوا ویبپاڼې مسوول ځکه نیولی، چې په خبره يې د کندهار په والي، د هغه په مېرمن او کورنۍ پسې يې لیکنې خپرې کړې دي.

بېنوا ویبپاڼه د پښتو ویبپاڼو ترمنځ یو پېژندل شوی نوم دی، چې په دې وروستیو کې يې د بیان د خپلواکۍ اصولو ته په پام د کندهار په ځینو لوړپوړو چارواکو پسې لیکنې خپرې کړې دي، چې د والي د ویاند له خولې همدا لیکنې يې د نیونې علت دی. دواخان مینه پال وايي چې د کندهار چارواکیو له هادي حیدري نه څو ځله وغوښتل چې دغه لیکنې دې له شواهدو سره خپره کړي. تراوسه نه ده معلومه چې خالد هادي حیدري د ځان د سپیناوي لپاره څه وايي، مدني فعالانو او افغان خبریالانو د ده نیونه غندلې ده او په ټولنیزو رسنیو کې يې د ده د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د دوی په خبره هادي حیدري د والي په امر نیول شوی، چې دا یوه عقدوي چلند دی. ښاغلی خالد هادي حیدري د کندهار اوسېدونکی دی، چې له ډېر وخت راهیسې په امریکا کې اوسي، نوموړی څه وخت وړاندې کندهار ته راغلی و، چې د بېرته تګ په وخت کې هوايي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت د کسانو له لوري ونیول شو.

نن ټکی اسیا د ژورنالیستانو او خبریالانو پر وړاندې د ملي امنیت د دغه اقدام غندنه کوي، دغه عمل د بیان د آزادۍ خلاف ګڼي او ژر تر ژره د نوموړي د خلاصېدو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x