آی پي ایل: کریس ګېل پر راشد خان پرلپسې څلور شيږیزې ووهلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالو کې د ویسټ انډیز غوره توپوهونکی، پر اسمان څکو شپږیزو او یونیورس باس مشهور کریس ګېل پر راشد خان په یوه اور کې پرلپسې څلور شپږیزې ووهلې.

د سنرایزز حیدر اباد او کینګز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ لوبه کې کریس ګېل وروسته له دې چې د راشد خان په لومړي اور کې په لومړي توپ د کیپر لخوا کیچ میس بچ شو ۲ شپږیزې ووهلې، چې ورپسې اور کې راشد ښه توپ اچونه وکړه او د غوره توپوهونکي کی ایل راهول ویکټه یې هم ترلاسه کړه خو، پخپل درېیم اور کې پرې ګېل ۴ پرلپسې شپږیزې ووهلې.

همدا ډول راشد خان خپل څلورم اور پوره کولو لپاره وروستي اور ته راوستل شو، چې د آرون فینچ لخوا پرې یوه څلوریزه او یوه شپږیزه ولګېده، او همدا ډول یې پخپلو ۴ اورونو کې د یوې ویکټې په ترلاسه کولو او ۷ شپږیزو په ورکولو ۵۵ زیاتې منډې ورکړې.

کریس ګېل چې د بولۍ پر وخت هیڅ لوبډلې یې اخیستلو ته زړه نه ښه کاوه، او په وروستۍ شیبو کې د پنجاب لخوا واخیستل شو په لومړۍ لوبه کې ۶۸ او اوس یې په دویمه لوبه کې ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

نوموړی په دوه لوبو ترسره کولو سره ځانګړې زیاتې منډې (۱۰۴*) جوړې کړې او د ۲۰۱۸م کال آی پي ایل لومړۍ سلیزه ووهله، چې دده لپاره د آی پي ایل په ټولو سیالیو کې شپږمه سلیزه وه.

ګېل په ۶۳ توپونو ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په کې ۱۱ اسمان څکې شپږیزې او یوه څلوریزه شامله وه، او همدا ډول د مجیب لوبډلې راشد لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې ۱۹۴ منډې هدف وټاکه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د