نړۍ

«نوري المالکي د ایران په اشارو چلیږي»

نن ټکی آسیا: ستر عراقی عالم او مفتي ډاکتر رافع الرافعي وايي چې د عراق لومړي وزیر نوري المالکي ایران ته تر یو وړوکي مامور څخه زیات ارزښت نه لري.

ښاغلی رافعي په عراق کې د شیعه ډلې مشر عالم آیت الله علي السیستاني هغې فتوی سخت په غوسه کړی چې ویلي يې و، د عراقي ولسي پاڅون په خلاف دې خلک وسلې ته لاس واچوي او پاڅون دې وځپي.

رافعي د العربیة تلویزون برخې الحدث سره په خبرو کې ویلي چې سیستاني غواړي عراق په مذهبي جنګونو کې ښکېل کړي، دده فتوی سمه نه ده. رافعي په وینا علامه سیستاني هغه مهال چیرې و چې ایران په عراق مسلط و؟ د سیستاني فتوی په هیڅ صورت موږ ته د منلو وړ نه ده، موږ عراق د ایران باغ نه ګڼو.

ډاکتر رفاعي د روانو حالاتو په اړه په دغه تلویزوني مصاحبه کې وویل چې نوري المالکي د ایران معمولي مامور دی، د هغوی په اشارو چلیږي، نوموړی د لاریون کوونکو سره وعدې وکړې او بیا ترې واوښت، مالکي د پردیو په اشارو په رمادي او فلوجه کې د «ترهګرو» په نوم په عام ولس بمبارۍ کولای شي او خلکو سره مرستې نه.

د یو سوال په ځواب کې علامه رافع الرفاعي وویل چې امریکا په دې پوهیږي چې مالکي د ایران لاسپوڅی دی، دده هیڅ حیثیت نشته، که عراق کې واقعا یو آزاد او خودمختاره حکومت وای، نو مالکي به په دغو کړکېچنو حالاتو کې هيڅکله د ایران سره مشوره نه وی کړی.

نوموړي د موصل ښار په اړه چې په دې وروستیو کې د عراق ولسي پاڅونوالو لخوا ونیول شو، وویل چې په موصل کې ولسي انقلاب روان دی، ځايي قبایلو او په عراق کې انقلاب غوښتونکو باندې د «ترهګر» نوم کېښودل، بې بنیاده او بې اساسه دي.

ده دا په کلکه رد کړله چې ګوندې «عراق او شام کې اسلامي دولت» دغه بریدونو کوي. رافعي وايي چې کله هم مظلوم ولس د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره وسلې ته لاس کړي نو په دوی د «داعش»، ترهګر، شرخوښي او نور بېلابېل نومونو کېښودل کیږي. ولس نه القاعده دی او نه داعش.

په عراق کې روان ولسي مقاومت په اړه زیات شمېر رسنۍ داسې راپورونو ورکوي چې دغه مقاومت د یو ځانګړي ګوند لخوا پیل شوی خو ولې عراقیان دا راپورونه په کلکه ردوي او وايي چې دا ولسي انقلاب دی او دوی د ظلم مقابلې ته راوتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x