fbpx

آی پي ایل: د مجیب ځدراڼ لوبډلې راشد لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې نن د راشد خان لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د مجیب ځدراڼ لوبډلې ترسره کړه چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو د کریس ګېل په زړه پورې سلیزې سربېره ۱۹۳ منډې جوړې کړې.

کریس ګېل په ننۍ لوبه کې د ۱۱ شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ په ۶۳ توپونو ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د ۱۱ شپږیزو ترمنځ یې شپږ شپږیزې پر راشد خان ووهلې، او د راشد خان په ۱۶ توپونو یې ۴۱ منډې واخیستې، خو باید وویل شي چې د راشد خان په لومړي توپ د کیپر لخوا د کریس ګېل کیچ میس شو.

په ځواب کې د راشد لوبډله په لومړي سر کې له ستونزو سره مخ شوه، چې شیکر دهاون ټپي شو او بل لوبغاړی وسوځېد، او همدا ډول یې وروسته د مجیب ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونې سره ونشو کړای منډې چټکې کړي، چې مجیب مخالف لوبډله پخپلو ځانګړو تاوونکو توپونو له نور فشار سره مخ کړه.

همدا ډول د راشد لوبډلې لخوا کین ویلیمسن مسوولانه لوبه ترسره کړه، نوموړي ۵۴ او منیش پانډې ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، خو خپلې لوبډلې ته یې بریا ورنکړه.

په توپوهنه کې انډري ټای او موهیټ شرما ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، خو له بل اړخه مجیب الرحمن په زړه پورې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي پخپلو څلورو اورونو کې یوازې ۲۷ منډې ورکړې، چې له بل اړخه اشوین ۵۳ او موهیټ شرما ۵۱ منډې ورکړې.

په پای کې پنجاب لوبډلې حیدر اباد لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپير ماتې ورکړه، او کریس ګېل د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د