fbpx

د نوم لیکنې ټکنی بهیر – د رازق له ګواښ او دولتي مامورینو څخه د ولسمشر تر غوښتنې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول په ټولو ولایتونو او لویو ښارونو کې د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د ټکني بهیر وروسته د هرې لورې څخه دا اندېښنې وښودل شوې چې افغانان نور د ټاکنو څخه بیزاره دي ځکه نو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر ټکنی شوی دی.

خو د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ د هغه ګواښ وروسته چې د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو لپاره یې د خپل نوم ثبتونې پر مهال کړی وو، په کندهار ولایت کې په زرګونو کسانو د نوم لیکنې مراکزو ته رجوع کړې او خپل نومونه یې ثبت کړي دي.

امنیه قومندان عبدالرازق په کندهار ولایت کې دولتي ادارو ته امر کړی وو چې د هغو ولسي خلکو عریضې دي نه اجراء کوي چې د نوم لیکنې کارت ونه لري چې له امله یې په دوهمه ورځ په زرګونو کسانو د نوم لیکنې مراکزو ته رجوع کړې ده.

امنیه قومندانۍ او دولتي ادارو ته نیژدې یوه کندهاري خبریال صدیق افغان پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې یوازي نن ورځ «پنجشنبه» اته زره او نهه سوه نارینه او شاوخوا یولس سوه ښځو د رايې لپاره نوم لیکنه وکړه.

نوموړي همداراز وویل چې د نوم لیکنې په هر مرکز کې د نویو تذکیرو ویش هم پیل شوی چې پر اساس یې د کندهار ښار د هرې ناحیې او د ولایت د هرې ولسوالۍ وګړي کولای شي چې دغو مراکزو ته رجوع وکړي او تذکرې تر لاسه کولو وروسته د نوم لیکنه هم وکړي.

د تذکیرو چټک ویش او سل نورې خبري:

بلخوا د کندهار ولایت د چارو کارپوه او د بینوا ویب پاڼې مشر خالد هادي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د تذکیرو د چټک ویش تر شا سل نورې خبري دي.

نوموړي وویل چې په پراخه کچه د ښار په بیلا بیلو برخو کې د تذکرو د ویش لړۍ ددې لپاره پیل شوې چې په را روانو ټاکنو کې پراخې درغلۍ وشي.

خالد هادي لیکلي چې دغه تذکره په غیر قانوني توګه او د ثبت ساتلو بغیر هسي کاغذ باندي ورکول کیږي، د کندهار خلک باید دغه تذکرې وانه خلي، ځکه چې «دغه نوي تذکرې ټوله د ثبت اساس په حساب نه ورکول کیږی بلکې نوی اساس ورته اچول کیږی چي دا په خپله یوه غیري قانوني پروسه ده! او ددغه چټکي ورکړي لسکونه دوکانونه یوازي او یوازي په کندهار کي خلاصیدل ئې بل سوال دي چي ولي دا کار یوازي په کندهار کي کیږی؟».

او زیاته یې کړه: «کندهاریانو تذکره اخستل ستاسي ملي وجیبه ده خو د کرزیانو دغه بې اساسه او بې ثبته تذکرې به په راتلونکي کي غټ سر خوږی درته جوړ کړي تاسي که غواړی قانوني د هویت تذکره ولری نو د احوالو د ثبت ملي ادارې ته رجوع وکړی چیري چي مو د دپلار نیکه او ور نیکه د تذکرو ثبت اساس خوندي دی.».

د اجرائیه ریاست موقف:

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي د پنجشنبې په ورځ سهار یوې خبرې غونډې ته د جنرال رازق د غوښتنې په اړه وویل چې د افغانستان حکومت رایه کارول پر ولس باندي اجباري کړي نه دي، بلکې د خلکو حق دی چې رایه ورکوي او که یې نه ورکوي. خو ډېر خلک په دې نظر دي چې په کندهار ولایت کې د حکومت تر قانون او خبرو د قومندان رازق او حامد کرزي د کورنۍ واک او قانون ډېر چلیږي.

په ارګ کې غونډه:

نن ورځ پنجشنبه د ارګ څخه په خپرې شوي خبرپاڼه کې وویل شول چې جمهور رئیس اشرف غني په مشري په ګلخانې ماڼۍ کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر وارزول شو.

په دغه غونډه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، او اشرف غنې دویم مرستیال سروردانش په ګډون د ټاکنو خپلواک کمیسون مشر ګلاجان عبدالبدیع او ګڼ شمېر نورو وزیرانو، سفیرانو او چارواکو هم ګډون کړی وو، غونډې ته د نوم لیکنې د بهیر په اړه معلومات ورکړل شول او هغه ننګونې او پرمختګونه په تفصیلې ډول بیان شول چې په تیرو څلورو ورځو کې را منځته شوي.

د خبرپاڼې سره سم پر موضوع باندي له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه، چې پر حکومت سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسیون، علمای کرام، مدني ټولنه او د ښځو شبکې دې په همغږی د ولایتونو او ولسوالیو د مرکزونو په کچه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د چټکتیا په خاطر د خلکو پوهاوی زیات کړي.

د اشرف غنې غوښتنه:

د ارګ څخه په خپرې شوي یوې بیلې خبرپاڼې کې چې اشرف غنې پر خپلې شخصي فیسبوک پاڼې هم خپره کړه، اشرف غنې ولس ته په وینا کې وویل: «په یاد ولرئ چې له نوم لیکنې پرته د ټاکنو په ورځ رایه نشئ ورکولئ».

نوموړي همداراز وویل چې د نوم لیکنې د بهیر د چټکولو په خاطر یې د ۳۴ ولایتونو د والیانو او پوځي ځواکونو سره خبرې وکړې، او د حج اوقافو وزیر ته یې لارښوونه کړې چې د ملا امامانو له لوري په جوماتونو کې د جمعې په خطبه کې هم خلک د نوم لیکنې پروسې ته وهڅول شي.

نوموړي وویل چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو والیانو ته مې لارښوونه وکړه چې دولتي مامورین او د هغوی کورنۍ خو تر راتلونکي اونۍ باید نوم لیکنه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د